لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان ولایت پکتیکا کې بم چاودنه، ۴٠ کسان وژل شوي


پکتیکا کې د طالبانو خلاف د افغان ځواکونو کاروائي
پکتیکا کې د طالبانو خلاف د افغان ځواکونو کاروائي

د افغانستان ختیز پکتیکا ولایت کې د والي بال په ټورنمنټ ځانمرگي حمله کې لږ تر لږه ۴٠ کسان وژل شوې دي.

د پکتیکا ولایت والی ترجمان موخیس افغان ویلي حمله د پکتیکا ولایت په یحیحیا خیلو اولسوالۍ کې شوي ده.

موخیس ویلې په گڼه شمیره کې خلک د والي بال ټورنمنټ دپاره راجمع شوي وو چې په گڼه گوڼه کې ځانمرگي حمله کونکې د ځان پورې تړلې چاؤدیدونکې مواد خلاص کړل.

پکیتکا کې پیښه په داسې مهال شوي چې کابل کې د پارلیمنټ ایوان زیرین امریکې سره هیواد کې د امریکائي عسکر پرځائې کولو دپاه معاهده منظوره کړه.

صدر براک اوباما افغانستان کې د امریکائي ځواکونو پرځائې کولو دپاره نوي هدایات جاري کړې چې ترمخه به يي امریکائي عسکر د القاعده ترڅنگ د طالبانو خلاف هم کاروائي کولی شي. ددې نه وړاندې د امریکائي ځواکونو کردار د افغان ځواکونو د تربيي او د القاعده خلاف کاروایانو پورې محدود کړی شوی وو.

پکیتکا کې د حملې په سمدستي توگه چا ذمه واري په غاړه نه ده اخیستې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG