لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قران سوزول په شک کې کابل کې یوه زنانه وژلی شوه


د جنورۍ په میاشت کې کابل کې د فرانس شارلي ایبډو ورځپاڼې د پیغمبر اسلام خاکې شائع کولو خلاف مظاهرې شوي وې
د جنورۍ په میاشت کې کابل کې د فرانس شارلي ایبډو ورځپاڼې د پیغمبر اسلام خاکې شائع کولو خلاف مظاهرې شوي وې

د افغانستان سرښار کابل په مرکز کې د خلکو قهرژنې گڼې گوڼې یوه ښځه د قران سوزولو په الزام په وهلو وژله، مړی يي وسوزولو او بیا يي مړی دریاب کې لاهو کړو.

پولیس ویلي پیښه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د کابل په مرکز کې د شاه دو شمشیره مزار سره نزدې رامینځته شوي ده.

د رائټرز خبري ادارې ترمخه د وژل شوي زنانه کورنۍ ویلي هغه د تیرڅه وخت راهسې د ذهني ناروغۍ ښکار وه.

د افغانستان د داخله وزارت ترجمان ویلي د زنانه د وژل کیدو په لړ کې څلور کسان نیول شوې دي خو نور تفصیل مخې ته نه دی راغلی چې نیول شوي کسانو باندې په پیښه کې د څه قسمه الزام شک دی.

د جنورۍ په میاشت کې د فرانس شارلي ایبډو نومې ورځپاڼه کې د پیغمبر اسلام د خاکو په شائع کیدو هم پرتشدد احتجاجونه شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG