امریکا کې میشته د انساني حقوقو یو تنظیم په افغان حکومت غږ کړی چې د بیان د ازادي یقیني کولو دپاره دې په صحافیانو او مطبوعاتو د طالبانو د حملو غندنه دې وکړي.
هیومن رائټس واچ د شورو یا چارشنبې په ورځ شائع شوي بیان کې ویلي افغان حکومت په صحافیانو د حملو یا د خبریالانو د ویرول کیدو نه خو په سمه توگه تحقیقات کړې او نه يي څوک محاکمه کړې دي.
بیان وايي صحافیانو ته تحفظ ورکولو په لړ کې د افغان حکومت ناکامۍ هغه عناصر زړه ور کړې چې په افغان حکومت، افغان امنیتي ځواکونو او د ټولنې په نورو طاقتورو ډلو تنقید چکول غواړي.
د هیومن رائټس واچ رپورټ وايي صحافیانو دپاره د ویرې فضا طالبانو هم خرابه کړې ځکه چې وسله وال هغه خبریالانو په خصوصي توگه په هدف کوی چې رپورټنگ یا خبرنگاري يي د هغوې نه خوښیږي.
د خطراتو له قبله، خبریالان خپله ځان دپاره حدود وټاکې او د اداري فساد، په زنانه و تشدد او د انساني حقوقو په موضوعاتو په اړه رپورټنگ کې د احتیاط نه کار اخلي.
د ایشیا د چارو دپاره د ایچ ار ډبلیو مشر ویلی افغان صدر اشرف غني ته پکار دي چې صدارت دپاره د کمپین په مهال کړې خپل چې لوظونه دې پوره کړي چې د مطبوعاتو ازادي به یقیني کوي او هر څوک چې صحافیان ویروي انصاف ته به يي راکښ کوي.
د مطبوعاتو د حقوقو افغان تنظیم این ای ايي ترمخه ٢٠١۴ افغانستان کې صحافیانو دپاره تر ټولو پرتشدد کال وو چې د ٢٠١٣ په مقابله کې په خبریالانو حملو کې پکې ٦۴ فیصد اضافه شوي وه.
هیومن رائټس واچ وايي په داسې مهال چې زیاتره خارجي جنگي ځواکونه افغانستان نه ستنیږي، د مطبوعاتو ازادي د حکومت او خارجي مرستې ته اړتیا لري.
د ډسمبر په ١٣ مه نټیه طالبانو مطبوعاتو ته خپل گواښنه لا نوره هم په ډاگه کړه او وې ویل هغه صحافیان چې د "غربي اقدارو" ډله کوي هغه حملو دپاره په هدف کولی شي.