لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: کابل کې د امریکائي پوځ لوړ رتبه افسر وژل شوی


نیویارک ټائمز وايي په ورستۍ موجوده کې د افغان پوځ دننه دا وړمبۍ داسې حمله وه چې د افغان پوځ په دریشۍ کې وسله وال په نړی والو همکارانو ډزې کړې دي. کال ٢٠١٢ کې په درځنونو داسې حملې شوي وې او گڼ شمیر خارجي عسکر پکې وژل شوي وو
نیویارک ټائمز وايي په ورستۍ موجوده کې د افغان پوځ دننه دا وړمبۍ داسې حمله وه چې د افغان پوځ په دریشۍ کې وسله وال په نړی والو همکارانو ډزې کړې دي. کال ٢٠١٢ کې په درځنونو داسې حملې شوي وې او گڼ شمیر خارجي عسکر پکې وژل شوي وو

د افغانستان سرښار کابل کې د افغان پوځ د تربيي مرکز کې د افغان پوځ په دریشۍ کې وسله وال په نړي والو همکارانو ډزې کړې دي. افغانستان کې میشته د نړي والو ځواکونو ائتلاف ائیساف ویلي پیښه کې یو عسکر وژل شوی دی.

د امریکې نیویارک ټائمز ورځپاڼه د یو ائتلافي پوځي افسر او افغان مطبوعاتو په حواله ویلي د کابل په مضافات کې پرته د افغان ځواکونو په تربیت گاه د امریکائي پوځ یو لوړ رتبه چارواکی وژل شوی دی چې د میجر جنرل عهده يي لرله.

ورځپاڼه وايي افغان جنگ کې دا د امریکائي پوځ تر ټولو لوې افسر دی چې وژل شوی دی.

ائیساف د پېښې تصدیق کړی دی خو د امریکائې پوځي افسر د وژل کیدو په هکله يي څه نه دي ویلي.

د ائیساف بیان وايي مارشل فهیم نیشنل ډېفینس یونیورسټۍ کې یوه پیښه شوې چې افغان او د ائیساف عسکر پکې ککړ وو او د ائیساف یو عسکر پکې وژل شوی دی. د وژل شوي عسکر د قامیت په هکله بیان څه نه دي ویلي. بیان زیاتوي چې د پېښې تحقیقات روان دي.

نیویارک ټائمز وايي پیښه کې امریکائي او افغان عسکر ویشتل شوې دي چې امریکائي میجر جنرل پکې هم شامل وو. د نورو عسکرو شمیره رپورټ نه ده ښودلې.

د افغانستان ددفاع وزارت ویلي پیښه کې یو څو کسان زخمیان شوي دي چې په بیړنۍ توگه هسپتال ته وړل شوي. وزارت وايي حمله کونکې د افغانستان د پوځ دریشي اغوستې وه.

نیویارک ټائمز وايي په ورستۍ موجوده کې د افغان پوځ دننه دا وړمبۍ داسې حمله وه چې د افغان پوځ په دریشۍ کې وسله وال په نړی والو همکارانو ډزې کړې دي. کال ٢٠١٢ کې په درځنونو داسې حملې شوي وې او گڼ شمیر خارجي عسکر پکې وژل شوي وو.

د افغان حکومت او نړي والو ځواکونو خلاف جنگ کې ښکیل طالبانو په سمدستي توگه د حملې ذمه واري نه ده اخیستې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG