لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : بېلابيلو پېښو کې په درځنونو کسان وژل شوي


د افغانستان ـ غزني او لغمان صوبو کې بريدونه او زابل کې ټرافيکي پېښه رامنځته شوې ده .
د افغانستان ـ غزني او لغمان صوبو کې بريدونه او زابل کې ټرافيکي پېښه رامنځته شوې ده .

د افغانستان په غزني صوبه کې د حکومت مخالفه وسله والو په بريد کې د ځايي لښکر ۱۱ غړي ، لغمان کې د جنازې په مراسمو ځانمرگي بريد کې د څلورو پوليسو په گډون ۱۸ کسان او زابل کې يوه ټرېفکي پېښه کې ۲۷ کسان وژل شوي دي .

د غزني د صوبې د چارواکو په وينا د زيارت په ورځ اندړ ضلع کې د افغان حکومت مخالفه وسله والو او ځايي لښکرترمينځ نښته شوې ، چې پکې د لښکر ۱۱ غړي وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي .

د غزني د گورنر وياند شفيق ننگ ساپي وئيلي په دغې نښته کې اووه وسله وال هم وژل شوي ، او شپږ نور يي ژوبل شوي دي . د نوموړي په وينا د سمي د خلکو او وسله والو د نښتې نه لږ وروستو امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي ، او د امنيتي ځواکونو سره په جهگړه کې وسله وال وژل شوي دي .

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي ، نښته کې يې ۱۴ پوليس وژلي دي .

بله پېښه د لغمان صوبې په مهترلام ضلع کې رامنځته شوې ، او د ځايي پوليسو د يو مشر د جنازې په مهال ځانمرگی بريد شوی ، چې پکې د ۱۴ ملکي وگړي او څلور پوليس وژل شوي دي . د ځايي پوليسو مشر د زيارت په ورځ سحرد ماين په چاؤدنه کې وژل شوی ؤ .

د لغمان د گورنر وياند سرحدي ځواک وئيلي ، د پېښې په نتيجه کې وژل شوؤ کې د لغمان د پوليس مرستيال مشرهم شامل دی . د دغې بريد زمه واري چا په غاړه نه ده اخيستې .

بل لور ته زابل صوبه کې د ټريلر او بس يو بل سره په ټکر شوي ، چې له امله يې ۲۷ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ژوبل شوي دي .

د زابل د چارواکو په وينا دغه پېښه د زابل صوبې د کاکران په سيمه کې د کابل او کندهار په لويه لار رامنځته شوې ده . او د زابل د روغتون ډاکټر زلمي رشتين وئيلي چې د پېښې په ژوبلو کې د شپږو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG