لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند کې ځانمرگه حملې ٧ کسان وژلې


د هلمند په مرکز لښکرگاه کې د حملې هدف شوي ودانۍ کې د هلمند د والي او د ولایتي شورا دفترونه موجود دي
د هلمند په مرکز لښکرگاه کې د حملې هدف شوي ودانۍ کې د هلمند د والي او د ولایتي شورا دفترونه موجود دي

په موټر کې ځانمرگه حمله کونکې د افغانستان هلمند ولایت یوه حکومتي وداني په هدف کړې او اووه کسان يي وژلې او ۴١ نور يي زخمیان کړې دي.

د هلمند په مرکز لښکرگاه کې د حملې هدف شوي ودانۍ کې د هلمند د والي او د ولایتي شورا دفترونه موجود دي.

د هلمند د والي یا گورنر ترجمان عمر ځواک ویلي په زخمي شوو کسانو کې د مقامي ولسوالۍ واي فتح الله هم شامل دی.

فتح الله ویلي هغه د والي په ودانۍ کې یوه غونډه کې موجود وو چې چاودنه وشوه او بیا هغه بې هوشه شو. "کله چې ما سترگې پرانسلتې نو زه په هسپتال کې ووم ما ته نه ده معلومه چې چاودنه کې څومره خلک مړه او زخمیان دي،" هغه وویل.

طالبانو د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې ده. حمله په داسې حال شوي چې افغان امنیتي ځواکونو هلمند کې د طالبانو خلاف کاروائي شورو کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG