لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : غور ولايت کې ۱۴ کسان په ډزو وژل شوي


نامالومه وسله والو د گاډو څخه ۱۸ کسان ښکته کړي وو ، خو ۱۴ يې په ډزو وژلي او څلور نور يې پرېښودي دي .
نامالومه وسله والو د گاډو څخه ۱۸ کسان ښکته کړي وو ، خو ۱۴ يې په ډزو وژلي او څلور نور يې پرېښودي دي .

د افغانستان په لوئيديز ولايت غور کې نامالومه وسله والو په دوؤ گاډو کې سواره ۱۴ کسان په لار کې د گاډو څخه کوز کړي ، او په ډزو يې وژلي دي ، وژل شوؤ کسانو کې درې زنانه هم شاملي دي .

د راپورونو ترمخه دغه پېښه تېره شپه هغه وخت رامنځته شوې ، چې په دوه (فلائنگ کوچ ) گاډو کې سواره کسان د غور ولايت نه کابل ته په لار وو .

راپورونه وايي نامالومه وسله والو د گاډو څخه ۱۸ کسان ښکته کړي وو ، خو ۱۴ يې په ډزو وژلي او څلور نور يې پرېښودي دي .

د غور امنيتي مشر احمدفهيم وئيلي ، دغه پېښه تېره شپه د بادگاه په سيمه کې رامنځته شوې ده .

نوموړي وئيلي چې وسله والو د افغان ملي اردو وردۍ اچولې وې ، او گاډي يې ودرولي دي . کوز کړي کسان يې په دوه ډلو کې ويشلي او بيا يې پرې ناتاره ډزې کړي دي .

راپورونه وايي په گاډو کې سواره نور کسان پرېښودل شوي دي . او وسله والو د گاډو نه د پېژندگلو وروستودغه کسان کوز کړي ، او بيا يي پرې ډزې کړي دي . د سرچينو ترمخه د وژل شوؤ کسانو تعلق د هزاره قبيلي سره دی .

پښه کې د وژل شوؤ کسانو په اړه وئيل کيږي چې دويې اختر له کابل او باميانو ته روان وو . ځينې راپورونه وايي په وژل شوؤ کسانو کې زياتره خواري کښ دي او کابل ته مزدورۍ له روان وو .

د پېښې زمه واري چا په غاړه نه ده اخستې .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG