لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : ټولټاکنو کې د ۳۰۰۰ څخه زيات شکايتونه شوي


په ټاکنو کې د درغليود شکايتو ثبتولو وخت د گل په شپه سرته رسېدلی دی
په ټاکنو کې د درغليود شکايتو ثبتولو وخت د گل په شپه سرته رسېدلی دی
افغانستان کې د خالي په ورځ د صدارتي او ولايتي شوراگانو په ترسره شوؤ ټولټاکنو کې د ټاکنو د شکايتونو دپاره جوړ کيمسون ته د درغليو د ۳۰۰۰و څخه زيات شکايتونه شوي دي .
په داسې حال کې چې افغانستان کې د خالي په ورځ د ترسره شوؤ ټولټاکنو په نړيواله کچه ستائينې شوي اود هېواد د راتلونکې دپاره دغه ټاکنې مهم پړاؤ گڼل کيږي ، د ټاکنو د شکايتي کميسون وياند نادر محسني وئيلي چې کميسون ته ۳۱۰۳ شکايتونه رارسېدلي دي .
په ټاکنو کې د درغليود شکايتو ثبتولو وخت د گل په شپه سرته رسېدلی دی . ولې راپورونه وايې نور شکايتونه هم ميلاوېدی شي .
نادرمحسني وئيلي د شکايتونو پلټنې پېل کړی شوي او د ټاکنود لمړو نتيجو څخه وړاندې به دغه کار سرته ورسول شي ، نوموړي زياته کړې چې شکايتونه ورته د ليک او ټيليفون د لارې شوي او زياتره شکايتونه په ولايتي شوراگانو کې د درغليو دي .
افغانستان کې په ترسره شوؤ ټاکنو کې د درې مضبوطو گڼل کېدونکو کانديدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي ، ډاکټر عبدالله عبدالله او زلمي رسول لخوا هم د درغليو شکايتونه شوي دي .
افغانستان کې د ملگرو ملتونو د مرستندويه پلاوي (يوناما) استازي جان کوبس د شکايتونو په کمېسون غږ کړی چې بايد د شکايتونو په سوتره والي او منصفانه توگه پلټنې وشي او زياته کړې يې ده کانديدان دې کميسون ته احترام ولري .
هلته بيا د افغانستان د کورنو چارو د وزارت وياند صديق صديقي وئيلي که په پوليسو باندي ټاکنو کې لاس وهنه او درغلي ثبوت شوه نو په ضد به يې قانوني گامونه پورته کولی شي .
سرچينې وايې د ځينو کانديدانو لخوا په پوليسو باندې هم ټاکنو کې د درغليو شکايتونه شوي دي .
صديق صديقي وئيلي تراوسه پورې يې ټاکنو کې د لاس وهنې په شک ۱۵ پوليس نيولي دي ، او هغويې سره به قانونې چلند کولی شي .
افغانستان کې په کال ۲۰۰۹م کې ترسره ټولټاکنو کې په غټه کچه د درغلۍ تورونه لگول شوي وو ، ولې د دغو تورونو شمېره ۲۰۰۰ وه او په دغو ټاکنو کې په لاکهونو ووټونه رد کړی شوي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG