لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملکي کسانو په وژنه د بشري حقوقو تنظیم د امریکائي ځواکونو غندنه کړې


رپورټ په افغانستان کې هم غږ کړی چې امریکې او نیټو سره د امنیت دوه اړخیزه تړون کې د ملکي کسانو د وژل کیدو په سر د احتساب یقیني کړي
رپورټ په افغانستان کې هم غږ کړی چې امریکې او نیټو سره د امنیت دوه اړخیزه تړون کې د ملکي کسانو د وژل کیدو په سر د احتساب یقیني کړي

افغانستان کې د ملکي کسانو د وژل کیدو په سر د انساني حقوقو نړي والې ادارې ایمنسټي انټرنیشنل د امریکائي ځواکونو سخته غندنه کړې ده او ویلي يي دي امریکائي ځواکونو افغانستان کې د عملیاتو په مهال د ملکي کسانو د وژنو په مناسب توگه تحقیقات نه دي کړي.

ایمنسټي انټرنیشنل وايي د ملکي کسانو د وژنې ځېنې پېښې د جنگي جرمونو ممکنه واقعات هم کیدی شي.

په تیاره کې پریښودل شوي یا لیفټ این د ډارک په عنوان خپل ریورټ کې ایمنسټي انټرنیشنل د کال ٢٠٠٩ او د کال ٢٠١٣ ترمنځ د امریکائي ځواکونو په کاروایو کې د ملکي کسانو د وژل کیدو لسو واقعاتو تحقیقات کړې دي چې پکې د ١۴٠ نه زیات کسان وژل شوي او حامله دارې زنانه او ماشومان پکې شامل وو.

د ایشیائي چارو دپاره د ایمنسټي انټرنیشنل چارواکی رچرډ بینټ وايي د کومو وژنو چې د هغه ادارې تحقیقات کړې دي، امریکائي ځواکونو پرې مناسبه عدالتي کاروائي نه ده کړې.

رپورټ د گل په ورځ شائع شوی دی او وايي د وژل شوو افغانانو دپاره د انصاف په لار کې تر ټولو لوې خنډ د رپورټ په قول د امریکائي پوځ د انصاف ناقص نظام دی.

بینټ وايي امریکا اکثر د غیرقانوني وژنو په سر د خپلو عسکرو احتساب نه کوي. هغه وويل امریکې ته پکار دي چې په بیړنۍ توگه خپل عسکري عدل نظام کې اصلاحات وکړي.

رپورټ په افغانستان کې هم غږ کړی چې امریکې او نیټو سره د امنیت دوه اړخیزه تړون کې د ملکي کسانو د وژل کیدو په سر د احتساب یقیني کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG