لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : اشرف غني او عبدالله په گډ ملي حکومت جوړولو صلاح شوي


دواړو کانديدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله وئيلي ، چې دغه اعلامييه د افغانستان د اساسي قانون لاندې ترتيب شوې ده .
دواړو کانديدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله وئيلي ، چې دغه اعلامييه د افغانستان د اساسي قانون لاندې ترتيب شوې ده .

د افغانستان دواړو صدارتي کانديدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله يوه گډه اعلامييه لاس ليک کړې ، چې گډ ملي حکومت به جوړوي .

د راپورونو ترمخه د افغانستان دواړو صدارتي کانديدانو د امريکې خارجه وزير جان کېري سره د ليدو وروستو په يو گډ خبري کانفرنس کې دغه اعلان وکړو ، چې دواړو په هېواد کې د گډ ملي حکومت جوړولو په خبره اتفاق کړی دی ، او د افغانستان د ملي گټو دپاره يې دغه اعلاميه لاس ليک کړې ده .

د افغانستان د دوهم پړاؤ صدارتي ټاکنې هغه وخت لانجمنې شوې وې ، چې کله د دوهم پړاؤ په لمړو نتيجو کې اشرف غني احمدزی بريالی وگرځول شو ، او مخالفه سيال کانديد عبدالله عبدالله د دغو نتيجو د منلو څخه انکار وکړو .

د دغې کشالې د هواري دپاره تېره مياشت د امريکې د بهرنو چارو وزير جان کېري کابل ته راغلی ؤ ، او د يو ملي حکومت جوړولو او په دوهم ځل صدارتي ټاکنو کې د اچول شوؤ رائيو بيا شمېرنې په خبره يې دواړه صدارتي کانديدان صلاح کړي وو .

خو وروستو بيا د رائيو د شمېرنې په مهال هم د کانديدانو لخوا د ستونزو او د څيړنې پروسه کې وخت په وخت د ځنډ رامنځته کېدو د شخړې د هواري دپاره د زيارت په ورځ د امريکې د بهرنو چارو وزير جان کېرې يو ځل بيا د زيارت په ورځ د کابل سفر کړی ، او په دغې موخه يې د دواړو صدارتي کانديدانو سره د صدر حامد کرزي سره هم ليدلي دي .

د امريکې د بهرنو چارو د وزير او د افغانستان دپاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي يان کوبېش په موجودگۍ کې دواړوه صدارتي کانديدانو خبري غونډه کې د گډ ملي حکومت جوړولو اعلان وکړو ، او ويناوې يې هم وکړې .

جان کېري خبري غونډې ته په وينا کې د دواړو کانديدانو ترمينځ اعلاميه لاس ليک کېدل مهمه گام وباله . او زياته يې کړه چې که هر څوک د افغانستان راتلونکی صدر جوړيږي ، رول به يې د افغانستان دپاره ډېر د اهميت وړ وي .

د امريکې د بهرنو چارو وزير زياته کړه ، دواړه فريقه په دې صلاح شوي ، د رائيو د پلټنو پروسه به مخ پروړاندې بوتله شي . او دواړه ټيمونه به د يو حکومت جوړولواو افغانستان دپاره کار کوي .

په دغه مهال اشرف غني احمد زي خپله وينا کې ووئيل ، چې د افغانستان حالاتو ته په کتو او ملي گټو دپاره يې د خپل سيال سره دغه اعلاميه لاس ليک کړه ، او زياته يې کړه مونږ په دې نتيجه رسېدلي يُو ، چې بايد د هيواد ملي گټو دپاره په گډه کار وکړو .

نوموړي ووئيل چې د ټاکنو په اړه نورې خبرې نه کوي ، بلکې دويې دواړه به په خپل مينځ کې د ملي يووالي د حکومت جوړولو په حقله خبرې کوي .

عبدالله عبدالله خپلو خبرو کې ووئيل ، چې دواړه ډلې به د ستونزو د هواري دپاره په گډه کار کوي ، اوزياته يې کړه يوه بله مهمه مرحله يې ترسره کړه .

نوموړي ووئيل چې گډه اعلاميه د دواړو ترمينځ د خبرو اترو وروستو لاس ليک شوې ، او زياته يې کړه چې د دغې معاهدې سره به د رائيو د شمېرنې او پلټنې پروسه مخ په وړاندې لاړه شي ، او دواړه به يو بل سره همکاري کوي .

د دواړو صدارتي کانديدانو ترمينځ د گډې لاس ليک شوې اعلاميې په اړه تفصيلي مالومات خبريالانو ته نه دي ورکړل شوي ، خو دواړو کانديدانو په يوه خله ووئيل ، چې دغه اعلاميه د افغانستان د اساسي قانون لاندې ترتيب شوې ده .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG