لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان صدر اشرف غني دفتر د طالبانو مشر ملاعمر د مرگ تصدیق کوي


د افغانستان صدر اشرف غني دفتر لخوا جاري شوی بیان وايي د طالبانو مشر ملا محمد عمر په کال ٢٠١٣ کې ساه ورکړې ده.

د اشرف غني د دفتر په ویب پاڼه په انگریزۍ ژبه کې لنډ بیان وايي "د افغانستان اسلامي دولت د بااعتماده معلوماتو په بنیاد، ددې خبرې تصدیق کوي چې د طالبانو مشر د کال ٢٠١٣ د اپریل په میاشت کې پاکستان کې مړ شوی دی."

د افغان صدر ددفتر لخوا د بیان وړاندې د هیواد استخباراتي ادارې ویلي وو ملا عمر دوه کاله وړاندې د پاکستان کراچۍ ښار په یو هسپتال کې د ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

"مونږ په رسمي توگه تصديق کوو چې هغه مړ دی،" دا خبره د افغانستان استخباراتي ادارې این ډي ایس ترجمان عبدالحسیب صدیقي د امریکې ایسوسې ایټډ پریس نومې خبرې ادارې ته کړې ده.

"هغه د کراچۍ په یو هسپتال کې ډیر ناروغه وو او بیا په مشکوک حال کې مړ شو،" ښاغلي صدیقي ای پې ته وویل.

ای پي وايي په سمدستي توگه دا نه ده معلومه چې د ملاعمر مرگ په دې موقع ولې اعلانیږي خو دا په داسې وخت کې کیږي چې دوه ورځې ورسته د افغان حکومت او طالب استازو ترمېنځ د خبرو اترو دویم پړاو پاکستان کې کیدونکی دی.

د ملا عمر د مرگ د تصدیق په بیان کې د افغان صدر د دفتر بیان وايي امن مذاکراتو دپاره حالات برابر دي او ټولې حکومت مخالفې ډلو ته پکار دي چې ددې موقعې نه گټه پورته کړي.

پاکستان لخوا هم په سمدستي توگه د ملا عمر د مرگ د رپورټونو په هکله څه ردعمل نه دی ښودلی شوی.

"د افغانستان حکومت یقین لري چې د وړاندې پرتله هم دا وخت د افغان امن مذاکراتو دپاره زمینه برابر ده نو ځکه په ټولو مسلح مخالفو ډلو غږ کوي چې ددې موقع نه گټه پورته کړي او د امن په عمل کې شریک شي،" صدارتي بیان وايي.

طالبانو د ملاعمر د مرگ رپورټونه رد کړې دي. یو طالب ترجمان د وي او ای اشنا څانگې ته ویلي ملاعمر روغ رمټ دی او دهغه د مرگ په اړه رپورټونه یوازې اوازې دي.

امریکا د ملا عمر په سر ١٠ میلینه ډالر انعام اعلان کړی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG