د افغانستان حکومت پاکستان د پوځي ترجمان ددې خبرې ردونه کړې ده چې گني د چارسدې په باچاخان یونیورسټۍ حمله افغانستان د خاورې نه شوي ده.
"د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د عمومي رئیس جنرال عاصم بجوا وروستۍ څرګندونې، چې ترهګرو ګواکې د افغانستان له خاورې څخه د خیبر پښتونخوا په چارسده کې په باچاخان پوهنتون برید کړی دی، بې بنسټه دي،" کابل کې د افغان صدر اشرف غني ددفتر نه جاري شوی بیان وايي.
"د افغانستان اسلامي جمهوري دولت هیڅ وخت د ترهګرو ډلو ملاتړ نه دی کړی او نه یې هم پټنځایونه ورته برابر کړي دي."
د افغان حکومت دغه بیان په داسې مهال راغلی چې د پاکستان پوځ ویلي سر لښکر جنرل راحیل شریف افغانستان نه په باچاخان یونیورسټۍ د حملې د تحقیقاتو په لړ کې د کومک غوښتنه کړې ده.
د پاکستاني پوځ د وياند ليفټننټ جنرل عاصم باجوه ترمخه د پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دافغانستان صدر اشرف غني، ستر انتظامي مشر عبدالله عبدالله اؤ افغانستان کې د نيټو کمانډر جنرل جان کيمپبل ته ټيليفون کړى اؤ چارسده کې په باچاخان يونيورسټۍ د شوې حملې دتفصيلاتو څخه يې خبر کړي دي .
د پوځي وياند ترمخه دپوځ سرلښکر په يونيورسټۍ حمله کې د ککړو عناصرو لټولو اؤ د هغوي په نخښه کولو کې دمرستې خواست کړى دى .
په خپل ټوئټر اکاؤنټ عاصم باجوه وئيلي دي چې د چارسدې د ترهه ګريز بريد تر دې مهاله دشوؤ پلټنو ترمخه دغه بريد افغانستان کې د کالعدم تحريک طالبان پاکستان ديو کارکوونکي لخوا کنټرول کيدو .
د افغان حکومت بیان وايي افغانستان په باچاخان یونیورسټۍ د حملې غندنه کړې ده او پاکستان ته يي ترهگرۍ خلاف د مشترکه کوښښونو وړاندیز کړی دی.
"د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دې په ترڅ کې چې په باچاخان پوهنتون ترهګریز برید په سختو ټکي غندي، یو ځل بیا د پاکستان حکومت ته په ډاګه کوي چې له ترهګري سره مبارزه یوازې د ګډې او صادقانه همکاري له لارې ممکنه ده،" کابل کې د ارگ بیانیه وايي.
بیان اضافه کوي: "افغانستان په دې باور دی چې ترهګري ښه او بده نه لري، ځکه ټول ترهګر د وحشت او ترور په هڅه کې دي، نو موږ باید له دې شومې پدیدې سره د مقابلې لپاره په ګډه مبارزه وکړو."
تيره ورځ چارسده کې په باچاخان يونيورسټۍ شوې حمله کې خواؤشا ٢٥ کسان وژل شوي اؤ د٥٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي وو .
له دې وړاندې د پاکستان د خارجه وزارت يو وياند وئيلي دي چې په يونيورسټۍ دشوې حملې پلټنې روانې دي اؤ ډير زر به مکمل کړل شي .
هغه وئيلي وؤ چې حمله کې د ککړو کسانو اؤ د هغوي دسهولت کارو په ضد به دپلټنو دمکمليدو څخه وروستو ګامونه اخستل کيږي.
تيره ورځ يو مطبوعاتي کانفرنس ته د وينا په مهال ليفټننټ جنرل عاصم باجوه وئيلي وؤ چې امنيتي ځواکونو د هاغو ترهه ګرو په پيژندګلو کې مهم پرمختګ کړى کومو چې په باچاخان يونيورسټۍ حمله کړې وه.
هغه وئيلي وؤ چې دترهه ګرو د ګوتو نشانونه نيشنل ډيټابيس ريجسټريشن اتهارټۍ( نادرا) سره شريک کړل شوي دي.