لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : د ټولټاکنو په نيمو نتيجو کې عبدالله عبدالله په لمړي نمبر


د لس فيصده رائو په اعلان کې هم عبدالله عبدالله په لمړي او اشرف غني احمدزی په دوهم نمبر ؤ
د لس فيصده رائو په اعلان کې هم عبدالله عبدالله په لمړي او اشرف غني احمدزی په دوهم نمبر ؤ
د افغانستان د صدارتي ټاکنو د ۵۰فيصده رائو د شمېرنې په نتيجو کې ډاکټر عبدالله عبدالله په لمړي او ډاکټر اشرف غني احمدزی په دوهم نمبر دی .
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسون د صدارتي ټاکنو د ۵۰ فيصده رائو د شمېرې نتيجې اعلان کړي چې پکې پخوانی خارجه وزير ډاکټر عبدالله عبدالله د ۴۴.۴ فيصده رائو اخيستو په لمړی نمبر دی . او په دوهم نمبر ډاکټر اشرف غني احمدزی دی او هغه ۳۳.۲ فيصده رائي اخېستي دي .
تېره اوونۍ د لس فيصده رائو په اعلان کې هم عبدالله عبدالله په لمړي او اشرف غني احمدزی په دوهم نمبر ؤ .
د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر احمد يوسف نورستاني د رائو د دوهمې برخې د نتيجو د اعلان په وخت وئيلي ، ۵۰ فيصده اعلان شوؤ رائو کې د لمړو ۱۰فيصده رائو نتيجې هم شاملي دي .
افغانستان کې په پنځم اپریل ترسره شوؤ ټولټاکنو په اورول شوؤ نيمو نتيجو کې عبدالله پسې په دوهم نمبراحمدزی دی ، او د ۱۰.۴ فيصده رائو اخستو سره ډاکټر زلمی رسول په درېم نمبر او عبدالرب رسول سياف د ۷ فيصده رائواخيستو سره په څلورم نمبر دی .
پاتې صدارتې کانديدانو کې گل اغا شيرزی ، قطب الدين هلال ، داؤد سلطان زوی او هدايت امين ارسلا په ترتيب سره يو بل پسې رائې اخېستې دي .
د افغانستان د ټاکنو د قانون ترمخه د صدارتي کانديد د کاميابۍ دپاره هغه ته په ټاکنو کې د ۵۰ فيصده څخه زياتې رائې اخيستل ضروري دي .
او که د ټاکنو په لمړي پړاؤ کې څوک د ۵۰ فيصده څخه زياتو رائو اخستو کې نه کاميابيږي ، نو ټاکنې به دوهم پړاؤ ته ځي . اوبيا به په لمړي او دوهم نمبر د راغلو کانديدانو ترمينځ مقابله کيږي .
او په دوهم پړاؤ کې زياتې رائې اخيستونکې به کامياب گرځولی شي .
د ټاکنو د رائو د ختمي نتيجو دپاره د مئ ۱۴م نيټه اعلان شوې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG