اسرایل په غزه کې د حماس او په لبنان کې د حزب الله خلاف بریدونه کړی دي حزب الله ویلي په اسرایلو يې میزایلي بریدونو کې یو شمیر کسان ژوبل کړي دي. د جي سیون یا د اووه شتمنو هیوادونو تنظیم په اسرایل د بریدونو په سر په ایران د بندیزونو غږ کړی او ویلي یې دي چې منځنی ختیځ د سیمیز جنګ په څنډه ولاړ دی.
اسرایلو خبردارې ورکړی چې د هر ډول برید به په کلکه ځواب ورکوي. تیره ورځ د شام دننه په سفارت د اسرایل د ممکنه برید وروسته ایران د ځوابي حملو ګواښ کړی. د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو تیره ورځ په غزه کې د مرستندویه ادارې د اووه کسانو وژنه د خپلو ځواکونو بدمرغه او غیر ارادي برید بللی.
د انصاف نړيوال عدالت اسرایلو ته امر کړی چې غزې ته په سمدستي توګه د زیاتو بشري مرستو اجازه ورکړي دوی دا هم ویلي، چې اسرایل باید دا یقیني کړي چې پوځ يۍ د غزې د فلسطینیانو د حقونو خلاف ورزي ونکړي. اسرایل د نړیوال عدالت په حکم څه عکس العمل نه دی څرګند کړی. تفصیل د ارباب محمود علي په رپورټ کې:
صدر بایډن د اسرایل له وزیراعظم څخه غوښتي چې واشنګټن ته یوه ډله راولېږي چې په رفع کې له ځمکنیو عملیاتو پرته د حماس په نخښه کولو باندې خبرې وکړي. نتن یاهو په تکرار سره وایي، د حماس د تباه کولو د پاره ضروري ده چې ځواکونه يې رفع ته ورشي.
د پاکستان په اقتصادي ښار کراچۍ کې یو داسې سکول دی چې هڅه کوي د نفسیاتي کسانو درملنه وکړي دوي د ځورونې او د زور زیاتیو د مخنیوي د پاره ماشومان او میندې ځواکمنې کوي. پاکستان کې د وی او ای د مشرې ساره زمان رپورټ ارباب محمود علی وړاندی کوي.
د امریکې ایوان نمایندګان کې د شورو، یا چهارشنبې په ورځ د پاکستان دننه د جبري لادرکۍ په هکله یوه غونډه شوې. د دې بریفنګ انتظام سندهي فاونډیشن کړی و. د وي او ای د اردو څانګې د صبا شاه خان رپورټ ارباب محمود علي وړاندې کوي.
د افغانستان د چېمبر اف کامرس سرپرست یونس مومند وایي پاکستان په کراچۍ کې د افغان سوداګرو کانټېرې خوشي کولو ته سلا شوی دوی وايي پاکستاني چارواکو ته يی ویلي چې په افغانستان باندې د قاچاک تور لګول بې ځایه دي او که داسې کیږي نو د قاچاقو مخنیوی د پاکستان کار دی، نه دا چې افغان سوداګر يي مخه ونیسي.
د امریکا صدر جوبایډن د صدارتي دفتر نه نېغ په نېغه خپله وینا کې د امریکا له ولس څخه غوښتنه کړې چې د اوکراین او اسرایل د جنګي هلو ځلو په لړ کې مرستو ته دوام ورکړي. بایډن دا وینا اسرایلو ته له خپل سفره یوه ورځ وروسته کړې.
پوهان - د چین د بیلټ اینډ روډ انيشيېټیو یا بي ار ايي لس کاله پوره شوي خو اقتصادي ترقي ترې نه ښکاري د بي ار ايي غټې منصوبې، د چین او پاکستان ترمنځه د اقتصادي راهدارۍ یا لوی لارې د بنیادي اډانې په ودرولو کې مرستې کړي خو په اقتصادي ترقۍ رامخې ته کولو کې پاتې راغلی.
د امریکې په تاریخ کې په لومړي ځل د ایوان نمایندګان سپیکر د خپلې چوکۍ نه لرې کړای شوی دی سپیکر صدر پسې دویم تن وي.
د کراچۍ ښار پولیس وايي، په روان کال کې یې ۱۸۰۰ داسې افغان کډوال نیولي چې قانوني اسناد یې نه درلودل افغان کډوال وايي دوي د ویرې نه له خپل کوره نشي وتلی. د طالبانو د حکومت چارواکي وايي د اسلام اباد او کابل ترمنځ د تاو تریخوالي قیمت بیا افغان کډوال ادا کوي. تفصيل د ارباب محمود علي په رپورټ کې.
د هند وزیراعظم نرېندرا مودي په پارلمان او په ریاستي اسمبلو کې د ښځو د برخې زیاتولو د پاره قانوني وړاندیز کړی دی د هند د پارلېمنټ ښکتني ایوان په ریاستي اسمبلو کې ښځو د پاره د درې دیرش فيصده برخې وړاندیز منظور کړی دی.
د آی ایم اېف مشرې ویلي هغوي پاکستان ته یوازې هم دا وایي چې د امیرانو نه باید ټیکسونه واخلي او غریبانو یا بې وزلو ته تحفظ ورکړي د ايي ایم ایف مشرۍ د پاکستان موقتي وزیراعظم سره په نیویارک کې لیدلی دي. تفصيل ارباب محمود علي وړاندی کوي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو خلاف نه یواځې د پاکستان دننه بلکه له هیواده بهر هم د پشتون ژغورنې غورځنګ غړو د دې غندنه او احتجاجونه کړي. په دغو احتجاجونو کې په پراخه کچه د پښتنو په سيمو کې د ترهګرۍ او نورو هلو ځلو خلاف هم غږ پورته شوی. په دی اړه دوي یو لیک هم ملګرو ملتونو ته ورکړی دی.
اوکراینیان د خپل راتلونکي سخت ژمي لپاره په تیاریو بوخت دي په اوکراین د روس د یرغل پر مهال اوکراینیانو تېر کال د ژمي موسم له ډېرو سختیو سره تېر کړی او له دغو سختیو يې ډیر څه زده کړي هم دي.
د امریکا صدر جوبایډن به راتلونکې اونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا کوي بایډن به له اوکراین سره د نړیوالو مرستو قوي کولو هڅي کوي خو د ګلوبل ساوت یا جنوبي نړۍ زیاتره ملکونه غواړي چې د پرمختيا په لار کې د ستونزو لرې کولو او نورو چارو په اړه د نړۍ پام راوګرځوي.
څېړونکي سپایس روټ (Spice Route) ته چې هند، منځنی ختیځ او اروپا سره نښلوي په کوم نظر ګوري؟ دا هغه تاریخي لاره ده چې ختيځ او یورپ يي په خپلو کې تړلي وو. د ډیوه خبریال ارباب محمود علي تاسو ته د وي او ای د خبریالې انیته پاول راپور وړاندې کوي.
م.م: د طالبانو له راتګ سره افغانان له بشري ناورین سره مخ دي او واکمن بشري سرغړونې کوي
د هندوستان په سرښار نوي ډیلي کې د G-20 تنظيم غړي په ګډه اعلامیه سلاح شوي او افریقايي اتحاد ته يې هم په تنظیم کې د مستقل غړيتوب ځای ورکړی د غونډې په څنډه کې د موسمي بدلون، په نړیوالو مالیاتي ادارو کې د اصلاحاتو او د تجارت په چارو هم خبرې شوي دي. تفصيل د ارباب محمود علي په رپورټ کې
پولېنډ تر کال ۲۰۳۵ پورې د خپلو پوځي ځواکونو د شمېر دوه چنده کولو اراده لري په دغو درې سوه زره ځواک کې به مسلکي پوځیان او رضاکار هم وي. په ګاونډي هیواد اوکراین باندې د روس د یرغل په وجه په پولینډ کې د ژوند د هرې طبقې خلک په ګڼ شمېر کې د رضاکار په توګه نومونه درج کوي.
نور کتل