لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالب مشر مولوي فقيرمحمدافغانستان کې نيول شوى


د ننگرهار د پولیس چاوراکې جنرل عبدالله ستنکزۍ وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره مرکه کې وویل مولوي فقیر محمد د ننگرهار بټیکوټ اولسوالۍ کې نیول شوی دی
د ننگرهار د پولیس چاوراکې جنرل عبدالله ستنکزۍ وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره مرکه کې وویل مولوي فقیر محمد د ننگرهار بټیکوټ اولسوالۍ کې نیول شوی دی
دپاکستاني طالبانو يو اهم مشرمولوي فقير محمد افغان امنیتي ځواکونو د افغانستان ختیز ننگرهار ولایت کې سره د یو شمیر نور ملگرو نیولی دی.
د مولوي فقیر محمد د نیول کیدو تصدیق کابل کې د افغانستان استخباراتي ادارې چارواکو او ننگرهار کې پولیس کړی دی خو د پاکستان د طرفه په رسمي توگه په دې حقله څه نه دي وویل شوې.
د ننگرهار د پولیس چاوراکې جنرل عبدالله ستنکزۍ وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره مرکه کې وویل مولوي فقیر محمد د ننگرهار بټیکوټ اولسوالۍ کې نیول شوی دی. ښاغلې ستنکزۍ زیاته کړه مولوي فقیر محمد موټر کې د مومندرې اولسوالۍ نه بټیکوټ ته موټر کې روان وو چې افغان امنیتي ځواکونو خپله ولکه کې بغیر د څه مزاحمت واخستو.
جنرل عبدالله ستنکزۍ وویل مولوي فقیر محمد سره څلور نور په وسله سمبال کسان هم نیول شوې دي.
پاکستاني امنيتي چارواکي وائي افغانستان کې دمولوي فقيرمحمد دنيول کيدو دغه راپورونه سم ښکاري.
دمولوي فقيرمحمد په پلرنۍ سيمه باجوړ ايجنسۍ کې يو انتظامي چارواکي وئيلي دي چې فقيرمحمد دافغانستان په ختيزه سيمه بساوال کې هاغه مهال نيول شوى کله چې هغه دخيبرايجنسۍ لرې پرتې سيمې تيراه ته داوښتو هڅه کوله.
سيمه ييز طالبان هم وائي مولوي فقير دخپلو نورو ملگرو مولانا حکيم، شاهد خان، مولوي طراب اؤ فاتح خان سره نيول شوى دى.
يو پاکستاني امنيتي چارواکي په دغه اړه وئيلي دي چې دا يو غټ خبردى ، مونږ په ذاتي توگه باوري يو چې د مولوي فقيرمحمد دنيول کيدو راپورونه سم دي ، خو تر څو چې افغانستان په رسمي توگه دهغه دنيولو تصدیق نۀ وي کړى مونږ په دې اړه په ښکاره څه نۀ شو وئيلى."
هغه وويل دا زمونږ دهاغه دريځ تصدیق دى چې دډيرې مودې څخه وايو مولوي فقير اؤ نورو په افغانستان کې پناه اخستې ده.
هغه وويل مونږ باورو لرو چې د فقیر محمد پشان افغانستان کې پټ شوي نور کسان به هم ونيول شي.
يو بل امنيتي چارواکي هم بهرني خبري اژانس سره دنوم نۀ څرگندولو په شرط خبرو کې وئيلي دي چې په افغانستان کې دټي ټي پي ديو لوړپوړي مشر دنيول کيدو راپورونه سم دي.
دبرطانوي خبري ادارې رائټرز ترمخه دافغانستان داخله وزارت دمولوي فقيرمحمد نيول طالبانو ته اوښتې يوه ستره ضربه گرځولې ده.
مولوي فقيرمحمد دتحريک طالبان پاکستان يو فعاله کمانډر اؤ په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دطالبانو امير دى، خو حکومت سره دټي ټي پي دترسره شوؤ امن مذاکراتو په اړه ميډيا ته په بيان جاري کولو هغه پاکستاني طالبانو تيرکال دخپلې عهدې څخه برطرف کړى ؤ.
ټي ټي پي دپاکستان دحکومت سره دامن مذاکراتو ترديد کړى اؤ دفقيرمحمد پځايې يې ملا دادالله په باجوړ کې دطالبانو مشر نومولى دى.
تيرکال داگست په مياشت کې افغانستان کې دنيټو يوه فضائي حمله کې د دادالله دوژل کيدو وروستو فقيرمحمد يوځل بيا باجوړ کې دطالبانو دتحريک مشري سمبال کړې وه.
پاکستان کې په امنيتي ځواکونو دترسره شوؤ گڼ شمير بريدونو پړه په مولوي فقيراچول شوې ده.
څيړونکو هيله څرگنده کړې ده چې دمولوي فقيرمحمد دنيول کيدو سره به دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ اړيکو کې ښه والى راشي.
په تيرو وختونو کې دپاکستان حکومت دپولې پورې غاړې دپټو پاکستاني طالبانو په ضد افغانستان څخه دکارروايۍ غوښتنې کړي دي اؤ افغان حکومت دريځ لري چې پاکستان کې پټ طالبان دهغوي په خاوره بريدونو کې ککړدي.
د مولوي فقیر محمد د نیول کیدو په حقله د جنرل عبدالله ستنکزۍ سره د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال کمال سادات مرکه تاسو دلته اوریدی شۍ:
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG