لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه کې دټارگټډ اپريشن حکم


دوزيراعظم دوياند لخوا د جاري شوي يو بيان ترمخه وزيراعظم راجه پرويزاشرف په کوټه کې ځواکونو ته دهدفي کارروايۍ ترسره کولو امر کړى
دوزيراعظم دوياند لخوا د جاري شوي يو بيان ترمخه وزيراعظم راجه پرويزاشرف په کوټه کې ځواکونو ته دهدفي کارروايۍ ترسره کولو امر کړى
دپاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف دنهې په ورځ وسله والو ځواکونو ته دناقراره صوبې بلوچستان مرکزي ښار کوټه کې دترهه گرو په ضد دهدفي عملياتو امر کړى دى.
دوزيراعظم دوياند لخوا د جاري شوي يو بيان ترمخه وزيراعظم راجه پرويزاشرف په کوټه کې ځواکونو ته دهدفي کارروايۍ ترسره کولو امر کړى اؤ زياته کړې يې ده چې بايد په کوټه کې په لويه پيمانه داولسي وگړو په وژنه کې ککړ کسان په نخښه کړل شي.
بيان کې دا هم وئيل شوي دي چې دکوټې په هاغو سيمو کې دې په سمدستي ډول کارروائي وکړل شي چرته چې دترلاسه معلوماتوپه اساس دترهه گرو موجودگي په ډاگه کيږي.
وياند وائي وزيراعظم به دکوټې دعملياتو څارنه کوي.
بيان کې وئيل شوي ددغه گام مقصد دبې گناه وگړو په وژنه کې ککړ عناصر له مينځه وړل دي.
همدغه شان وزيراعظم دبلوچستان دپوليسو مشر طارق عمرخطاب دلرې کولو امر کړى اؤ دهغه پځايې يې مشتاق شکرا نوى ائي جي پي لگولى دى.
راپورونه وائي وزيراعظم دبلوچستان دبيلا بيلو عهدو دپوليس افسرانو دبدلۍ امر هم کړى.
په عين حال کې په سلگونو شيعه مسلمانانو په کوټه کې دريمه ورځ هم بمي چاؤدنه کې دشيعه مسلکو مسلمانانو دوژنې په ضد احتجاج دوامداره ساتلى.
دشيعه هزاره ورورولۍ سره تعلق لرونکي دغه مظاهرين دکوټې ښار کنټرول پوځ ته دسپارلو اؤ دلشکرجهنگوي پشمول دتندروه ډلو دجنگيالو په ضد دهدفي کارروائيو ترسره کولو غوښتنه کوي.
دخالي په ورځ کوټه کې ترسره شوې يوه زورداره بمي چاؤدنه کې دښځو اؤ ماشومانو پشمول ٨٧ کسان وژل شوي وؤ، اؤ دجنورۍ په مياشت کې هم کوټه کې بمي چاؤدنو ٩٣ کسان وژلي وؤ، چې ددغو دواړو چاؤدنو مسؤليت لشکرجهنگوي په غاړه اخستى.
بلخوا دپاکستان سترې محکمې هم کوټه کې په هزاره شيعه ورورولۍ دبمي بريد پخپله نوټس اخستى اؤ دنهې په ورځ يې ددغه معاملې اوريدنه کړې ده.
دچيف جسټس افتخار محمدچوهدري په مشرۍ دسترې محکمې يو درې کسيز بينچ وويل پوليس اؤ خفيه ايجنسۍ بلوچستان کې دخپلو فرائضو په ترسره کولو کې ناکامه پاتې شوي اؤ صوبائي اؤ مرکزي حکومت هم دصورتحالدښه کولو لپاره زړۀ پورې گامونه نۀ دي اخستي.
چيف جسټس وويل دکوټې په علمدار روډ تير بريد د(ترهه گرو) دپاکولو لپاره دعملياتو يوه ښه موقع وه.
هغه تر موجوده وخته دوضعيت دښه کولو لپاره دحکومت لخوا داخستل شوؤ گامونو اؤ په کراني روډ چاؤدنه کې داستعمال شوي ټرک په اړه هم وپوښتل.
ددې په ځواب کې ايډوکيټ جنرل بلوچستان امان الله کراني وويل دنهې په ورځ دکوټې سره نزدې يوه کارروايۍ کې څلور شکمن ترهه گر وژل شوي دي اؤ په چاؤدنه کې داستعمال شوي ټرک داينجن اؤ چيسس نمبر جاج اخستل کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG