لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپوليټيکل ايجنټ په دفتر ځانمرگي بريد،٧مړۀ


چارواکي وائي دخيبرايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ مطهرزيب ددغه بريد څخه ژوندى وتلى ، خو دهغه مرستيال خالد ممتاز کنډي ژوبل شوى ، چې دعلاج لپاره کمبائنډ ملټري هسپال ته رسول شوى
چارواکي وائي دخيبرايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ مطهرزيب ددغه بريد څخه ژوندى وتلى ، خو دهغه مرستيال خالد ممتاز کنډي ژوبل شوى ، چې دعلاج لپاره کمبائنډ ملټري هسپال ته رسول شوى
دپاکستان دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې دخيبرايجنسۍ دپوليټيکل ايجنټ په دفتر دوسله والو لخوا ترسره شوي ځانمرگي بريد کې ددريوؤ عسکرو پشمول ٧ کسان وژل شوي اؤ داسسټنټ پوليټيکل ايجنټ پشمول گڼ شمير کسان ژوبل شوي دي.
په سيمه کې ددوؤ درنو چاؤدنو غږونه هم اوريدل شوي دي.
چارواکي وائي دخيبرايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ مطهرزيب ددغه بريد څخه ژوندى وتلى ، خو دهغه مرستيال خالد ممتاز کنډي ژوبل شوى ، چې دعلاج لپاره کمبائنډ ملټري هسپال ته رسول شوى.
پوليس چارواکواؤ عيني شاهدينو ددغه پيښې په اړه ميډيا ته وئيلي دي چې دگل په ورځ سحر دخاصه دارو په دريشۍ کې وسله والو دپيښور په باړه روډ موقعيت لرونکي دپوليټيکل ايجنټ په دفتر بريد کړى.
دپيښور دبمونو دناکاره کوونکو پوليسو دډلې مشر شفقت ملک يوې بهرنۍ خبري ادارې ته وئيلي چې په بريدکوونکو کې دوه ځانمرگي وؤ، چې پکې يو ددفتر په دروازه اؤ بل په کنټرول روم کې ځان الوځولى.
ملک زياته کړه دبريدکوونکو دځان سره تر اتوؤ کلو گرامو پورې بارود راوړي وؤ، امنيتي ځواکونو دفتر پاک کړى اؤ دابادۍ په سيمه کې دلټونې عمليات روان دي.
عيني شاهدان وائي چې دبريدکوونکو شمير درې وؤ، اؤ هغوي دليويز وردۍ اغوستې وې.
سرچينې وائي دوه ځانمرگي بريدکوونکي دپوليټيکل ايجنټ دفتر ته په داسې حال کې ورننوتي چې دغلته دقبائيلي مشرانو يوه جرگه روانه وه.
سرچينې زياتوي وسله والو هاغه مهال ډزې پيل کړې کله چې دپوليټيکل ايجنټ دفتر ته ځينې بنديان راوستلى شول.
دپيښور دليډي ريډنگ هسپتال داطلاعاتو دڅانگې ترمخه بريد کې پينځه کسان وژل شوي اؤ ٧ نور ژوبل شوي دي، په وژل شوؤ کې دخاصه دار ځواک درې عسکر اؤ يو لا ئن افسر شامل دي.
دپوليسو ترمخه پيښه کې دوه بريدکوونکي هم وژل شوي دي.
دنوم نۀ څرگندولو په شرط چارواکو يوبهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې دپوليټيکل ايجنټ مطهرزيب په دفتر ترسره شوي دغه بريد کې دمړو دشميرې دزياتوالي انديښنه ده اؤددې خبرې باوري کولو لپاره چې سيمه دتندلارو څخه پاکه ده ، دلټونې عمليات پيل کړل شوي.
دپيښور دليډي ريډنگ هسپتال وياند جمال شاه وائي چې څلور عسکر اؤ يو ٦٠ کلن اولسي وگړى په دغه بريد کې وژل شوي اؤ ٧ کسان سخت ژوبل شوي دي.
ځينې چارواکي وائي چې دتندلارو لخوا دترسره شوي دغه ننني بريد مقصد نيول شوي جنگيالي ازادول وؤ اؤ ناتائيده راپورونه وائي چې کيدى شي بريد کې ځينې بنديان تښتيدلي هم وي.
تر دې مهاله ددغه بريد مسؤليت چا په غاړه نۀ دى اخستى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG