لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډیورنډ په سر د یوی شپې قیصه


G'azo sektori.
G'azo sektori.
شعیب زاده
”دا ډزی نژدی هر ماسخوتن د لمانځه وروستو شوروشي او د سحر پوری د وقفی وقفی سره روانې وي. پوځیان دا ډزی د ویری کوي او طالبانو او نورو حمله کونکو ته هم دا پیغام ورکول غواړي چې مونږ ویخ یو “
دا خبری راته په آرندو کلې کې د ځاېي خلکو د شپې ناوخته هغه وخت کولې چې په سر مو هیلي کاپټر هم ګرځیدو. وخت په وخت د پوځیانو ډزې او د هیلي کاپټرو شور د یرونکې خپسې نه کمې نه دي. د ماسختن په ډوډۍ ناستو خلکو راته اوویل چې بې وخته ډزو او د هیلی کاپټر نزدې پروازونو د ماشومانو او ښځو په ذهني صحت خراب اثر پریښودی.
دغه کلې ته په رسیدو د ټولو نه د حیرانتیا خبره دا وه چې د ډیورنډ په دغه سرحدي پوله باندی د ټوپک په لاس پاکستاني او افغان عسکرو په موجودګۍ کې هم د ابو د خوړ د پاسه د سیمنټو جوړ په ورکوټي پله باندی خلک داسی اوښتل راوښتل چې هډو دا احساس نه کیدو چې دا د دوؤ هیوادونو پوله ده.
د ډیورنډ په پوله دخلکو بې تپوسه اوړیدو او راوړیدو زما زړه کې هم دا ولوله راوچته کړه چې یو ځل د ډیورنډ بلې غاړی ته واوړم. او چې څنګه مې یو څو ګامه د پولې بلې غاړی ته کیښودل نو د افغانستان خوا ته ولاړ سرحدي عسکرو رانه د کارډ پوښتنه وکړه. ما د په آرندو کې خپل کوربه نه دغه پوښتنه اوکړه چې اخر زما نه ېي ولي د کارډ تپوس اوکړو نو په ځواب کې ېي راته اوویل ” ته ناشنا یې او دوی ته د کلي د خلکو پته لګي “.
په آرندو کلي کې ځاېي خلکو ما ته هغه ټول ځایونه ښکاره کړل کوم چې د دواړه هیوادونو تر مینځه پوله یا د ډیورنډ کرښه جوړوي. په ځنو ځایونو کې دغه کرښه د خوړ لږي اوبه ، چرته یو غر او په ځنو ځایونو کې د سیمټو جوړ مولي په ظاهره دواړه هیوادونه یو بل نه جدا کوي. خو په دغه کلي کې د عامو خلکو ناسته پاسته، کاروبارونه، په جماعتونو کې مونځونه او د بازار دکانداري دا نه ښاېي چې دا دوه جدا هیوادونه دي.
په آرندو کې د شپې دغه ډزو که یو خوا زما حیرانتیا سوا کړه نو بل لور ته ځاېي خلکو راته هم ددغو ډزو او د بد امنۍ په وجه اغستې شوي حفاظتی ګامونو باندې زړه چاودي وو. په آرندو بازار کې یو دکاندار راته اویل کله چې حالات خه نه وي نو بیا د ماښام تیارۍ سره د خلکو په تګ راتګ هم بندیز اولګي. او په کلي کې د کرفیو شان حال شي. په دغه حال کې که څوک ناروغه شي او یا د چا کره څه غم اوشي نو د صبا په انتظاروي. څو څو وارې داسې شوي چې یوه زنانه د ماشوم د پيداېش تکلیف لري، هسپتال ته د وړو حاجت ېي وي خو چې کله د چترال سکاوټس یا پوځ چیک پوستو له ورشي نو هغوي ورته د مخکې تګ نه انکار اوکړي.
که څه هم په خپل ژوند کې څو څو وارې ما د چترال سفر کړی دی خو د عشریت په ګڅ اړخ د آرندو په سړک او بیا د آرندو کلي مې دا وړومبې سفر وو. د ځاېي خلکوترمخه د اووه زره آبادۍ پدې سرحدي کلي کې د ژوند بنیادي سهولتونه د نشت برابر دي. د آرندو او خواوشا نورو وړو لویو کلو لپاره پدي علاقه کې یو سړی ډاکټر دې او یوه لیډي هیلت ورکره د ښځې ډاکټری په هیڅ کار کوي . او که چرته څوک ناروغه شي او په دغه وړوکې هسپتال کې ېي علاج نه کیږي نو بیا ېي د چترال او یا د بره دیر هسپتال ته رسوي.او دغه دواړه سفرونه ډومره لوي او سړک ېی دومره خراب دې چې روغ انسان ېي په سفر ناروغه شي.
د عشریت نه د آرندو پورې د سړک حالت هم ډیر خراب دی. ځاېي په ځاېي دغه سړک د خوړونو اوبو وړې ، زیاتره کچه دې او په ډیرډېرو ځایونو کې پری دوه ګاډي په آسانه نه شي تیریدۍ. د سکولونو ودانۍ یا بلډنګونه که څه هم په نژدو کلو کې ولاړ دي خو د آرندو خلک ګیله کوي دلته ځاېي استاذان ډیر کم دي او د بهر نه څوک نه راځي. د ټیکنالوژۍ په دې دور کې په دغه سرحدي کلو کې د ټیلیفون سهولت هم نشته. د کلي خلکو راته هغه ستنې او تارونه په ګوته کړل چې ډیر پخوا د پاکستان سرکاري ټیلیفون کمپنۍ یا پي ټي سي ایل خواره کړي وو. او په یو وخت کې به ېي کار هم کوو. خو اوس دغه زمکنې ټیلیفون هم کار نه کوي. په ځنو ځایونو کې د افغانستان د موبایل کمپنو له وجې د افغانستان موبایل سروس کار کوي خو ځاېي خلک بیا ګیله کوي دغه موبایلي ورته ډیرګران پریوځې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG