لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان څخه داجازت غوښتو صورت کې بن لادن تښتيدلى شو،اوباما


د امریکې د صدارتي انتخاباتو امیدواران موجوده صدر براک اوباما او د هغه حریف مټ رامني د مباحثي دپاره د غونډ میز چاپیرا ناست دي. مباحثه فلوریډا ریاست کې وشوه.
د امریکې د صدارتي انتخاباتو امیدواران موجوده صدر براک اوباما او د هغه حریف مټ رامني د مباحثي دپاره د غونډ میز چاپیرا ناست دي. مباحثه فلوریډا ریاست کې وشوه.
په امريکا کې دشپږم نومبر دصدارتي انتخاباتو څخه دمخه دامريکا دصدر براک اوباما اودهغه دمخالف کانديد مټ رامنى ترمينځ دگل په شپه اخري مباحثه شوې چې پکې دايران په ايټمي پروگرام، شام کې په خانه جنگۍ، په دفاعي مصرفونو، چين، افغانستان او پاکستان په پشمول دامريکا دخارجه تگلارې په نورو بيلا بيلو چارو ددواړو کانديدانو ترمينځ تود بحث شوى.
ښاغلي رومنى په جنوبي رياست فلوريډا کې دشوې ٩٠ منټو ددغه مباحثې په مهال دصدر اوباما داقتدار په لمړي دور کې ځينو پريشانه کوونکو پيښو لوري ته گوتنيونه وکړه چې پکې شام کې د٣٠ زرو کسانو وژنه، ليبيا کې په امريکائي سفارت کارانه خونړى بريد، او دايټمي وسلې ترلاسه څخه دايران يواځې دڅلورو کلونو لرې والى شامل دي.
هغه وويل امريکائي صدر دمخ په زياتيدونکي تندلاريتوب مخنيوي لپاره ديوې کوټلې تگلارې وړاندې کولو کې ناکامه پاتې شوى.
رومنىوويل صدر ته دبن لادن په ختمولو او دالقاعده دقيادت په تعاقب مبارکي وړاندې کوي خو دغه هر څه دترهه گرۍ دستونزې څخه دوتلو لپاره کافي نۀ دي.
هغه وويل مونږ ته به داسلامي نړۍ او نړۍ دنورو برخو مدد لپاره هلته دتندلاريتوب په ضد يوه مفصله او تلپاتې تگلاره جوړول وي.
دډيمکوريټک گوند سره تعلق لرونکي صدر اوباما دليبيا په بن غازي ښار کې په امريکائي سفارت کارانو بريد کې دککړو کسانو دلټولو اراده تکرار کړه.
امريکائي صدر وويل دعراق پځايې افغانستان ته دپام اړولو سره يې القاعده خوره وره کړه او دکال ٢٠١۴م تر اخرې يې امنيتي ذمه وارۍ افغانانو ته په سپارلو سره دامريکائي جنگي پوځيانو افغانستان څخه دواپسۍ لپاره يې منصوبه بندي کړې چې په هغې عمل درامد روان دى.
اوباما دبحث په مهال دگورنر رامنى په خارجه تگلاره کې تجويزونه بيا بيا غلط وگرځول او دمثالونو په ورکولو يې وويل چې دخارجه تگلارې په مهمو چارو دهغه دريپبلکن حريف دريځ بدل شوى.
صدر اوباما وويل تا وئيليوؤ مونږ ته په عراق بريد کول پکار ؤ، ددې حقيقت څخه قطع نظر چې هلته په لويه پيمانه دتباهۍ خورونکې وسله موجوده نۀ وه، تا وئيلي وؤ مونږ ته نن هم په عراق کې پوځيان ساتل پکار دي، تا اشاره ورکړې وه چې روس سره ايټمي تړونونه نۀ دي پکار، ددې حقيقت باوجود چې دسينيټ ٧١ غړو ددې په حق کې ووټ ورکړى.
دواړو کانديدانو دشام په حالاتو هم اختلافي نکته نظر وړاندې کړو خو په دې خبره متفق ؤ چې امريکائي پوځ ته په دې کې ککړيدل نۀ دي پکار.
گورنر رامنى تور ولگولو چې صدر اوباما په دغه بحران يو مضبوط قائدانه کردار ادا کولو کې ناکامه پاتې شوى، خو امريکائي صدر دغه تور رد کړو او وې وئيل په شام کې مخالفين په وسلو سمبالول کوم اسان تجويز نۀ دى.
هغه وويل دمصر دپخواني صدر حُسني مبارک څخه دمستعفي کيدو پخپله غوښتنه هغه پښې مانه نۀ دى ځکه چې امريکا دجمهوريت ملگرتيا کوي او په مصري حکومت اسرائيل سره په امن تړون دقائم پاتې کيدو ترڅنگ گڼې ذمه وارۍ دي.
صدر اوباما ايران او اسرائيل سره په اړيکو دخبرو په مهال وويل که چرې په اسرائيل بريد وشو نو امريکا به ورسره ولاړه وي، دواړو کانديدانو دا اراده څرگنده کړه چې ايران به دايټمي وسلو ترلاسه کولو څخه لرې ساتل وي.
گورنر رامنى وويل هغه به دتهران په ضد موجوده امريکائي بنديزونه نور هم سختوي او په صدر اوباما يې تور ولگولو چې هغه ايراني قيادت ته دامريکا په دريځ کې دکمزوري والي اشارې ورکړي چې ددې له امله ايران دايټمي وسلو ترلاسه کولو څخه يواځې څلور کاله لرې پاتې شوى.
ديو صدر لپاره دلمړۍ ورځې څخه په مضبوط انداز کې ددې خبرې دواضحه کولو ضرورت وي چې دهغه لپاره څه قبول دي او څه ناقابل قبول او مونږ ته يو ايرانى ايټمي پروگرام قابل قبولنۀ دى، هغوي ته هيڅ کله ايټمي توان ته پرمختگ نۀ دي ورکول پکار.
صدر اوباما ددې په ځواب کې وويل دايران دلاس څخه وخت اوځي او وې وئيل چې دگورنر رومنىتجويزونه دهاغو گامونو څخه زيات مختلف نۀ دي چې امريکائي انتظاميه يې دوړاندې څخه کوي.
هغه وويل زۀ په دې خبره خوشحاله يم چې گورنر رامنى زمونږ دگامونو سره متفق دى، خو دا وئيل غواي چې ددغه انتخابي مهم په مهال داسې وختونه راغلي چې رامنى پخپله دهاغه څه اشارې ورکړي چې مونږ کړي دي، خو فرق صرف دومره دى چې تا ددې څرگندونه په لوړ غږ کې کړې ده.
صدر اوباما وويل دهغه دانتظاميې او ايران ترمينځ نيغ په نيغه مذاکرات رښتيا نۀ دي او دامريکا لپاره به يو داسې تړون دقبلولو وړ وي چې دايران دايټمي پروگرام دخاتمې علت وي.
امريکائي صدر په سرکاري منصوبو دمصرفونوکمولو او دفاع ته دډيرې توجو کولو دخپل حريف کانديد دتجويزونو دځواب ورکولو په مهال وويل گورنر رامنى دداسې مصرفونو مشوره ورکوي چې پخپله يې امريکائي پوځي مشرانو هم غوښتنه نۀ ده کړې.
صدر اوباما پاکستان کې داسامه بن لادن په ضد ديو اړخيزه کارروايۍ څخه ددفاع کولو په ترڅ کې وويل که چرې پاکستان څخه ددغه کارروايۍ لپاره دوړاندې څخه اجازت غوښتل شوى وى نو امريکائي پوځيان به ددغه ترهه گر مشر په ختمولو کې بريالي شوي نۀ وؤ.
رامنى وويل دپاکستان دننه بن لادن ختمول يو سم گام ؤ او ددې په وجه په دوه اړخيزه اړيکو کې دتاؤتريخوالي لپاره هغه اوباما انتظاميه ذمه داره نۀ گرځوي.
هغه وويل خو امريکا ديو داسې ملک سره رابطې نۀ شي ختمولى چې ١٠٠ ايټمي وسلې لري ، بلکې ضروري خبره دا ده چې پاکستان کې دخلکو سره په شريکه کار وکړل شي چې دغه شان دموجوده حالاتو برعکس په يوه ذمه دارانه لاره تللو کې دهغوي مدد وکړل شي.
ريپبلکن کانديد وويل پاکستان دامريکا ائتلافي دى او ددغه هيواد دځانله پريښودو وخت لا نۀ دى راغلى.
دواړو صدارتي کانديدانو دپاکستان په خاوره دتندلارو په ضد دډرون بريدونو ملاتړ وکړو.
ددريمې او اخري مباحثې څخه وړاندې داولسي رايې دجائزو مطابق ددواړو صدارتي کانديدانو اولسي مقبوليت برابر ؤ.
دفلوريډا په بوکاريټن کې ترسره شوې ددغه مباحثې څخه وروستو ددواړو خواؤ له لوري دگټې ادعاوې او ددې هيلې څرگندونه کولى شي چې دوه اوونۍ وروستو يعنې د شپږم نومبر کيدونکې انتخابي مقابلې په نتيجو به دگل په ورځ دشوې دغه مباحثې مثبتې اغيزې وشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG