فیډریشن وايي بايد حکومت په صوبه کی باقاعده د ریلوی پټلۍ بحاله کړي او خلکو ته د سفر اسانتیاوې ورکړي. د پاکستان ریلوی وايي په صوبه کی يې د سپاري اورګاډی سفر شروع کړی او هڅې کوي دغه بی کاره پټلۍ بيا په کار راولي. تفصیل د ریاض حسین او ارشد مهمند په رپورټ کی
پاکستان کې د وفاق او صوبو تر مینځه د وسیلو د ویشلو د پاره اخري قومي مالیاتي کمېشن څوارلس کاله وړاندې جوړ شوی و. په اتلسم اييني بدلون کې په ډاګه کړل شوې ده چې صوبو ته ورکړل شوې برخه به نه کمیږي. نور تفصیل مدثرشاه او هاشم علي وړاندې کوي
د ترکي ولسمشر رجب طيپ اردوان د تېرو ۱۲ کالو راهیسې په لومړي ځل عراق ته ځي نوموړي د کردي ياغيانو پر ضد د عراقي چارواکو ملاتړ ترلاسه کړی او غواړي چې په سيمه کې د ايران اغېزې را کمې کړي. تفصيل د وي او ای ډورين جونز په رپوټ کې بختور شاه وړاندې کوي.
څېړونکي وايي دامن نه بغیر چین او سعودي عرب ترڅنګ د نورو هیودانو لپاره به هم په پاکستان کې سرمایه کاري ګرانه وي. پاکستان د ډېر وخت نه دلته د زیاتېدونکې ترهګرۍ تور په افغانستان لګوي خو د افغان طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وایي د افغانستان خاوره د بل یو هیواد په ضد کارېدو ته نه پریږدي.
پولیس وایي د پاکستان په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د بهرنیو وګړو په ګاډي ځانمرګي برید شوی چې پکې دوه کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي. پولیس وایي د برید نه ټول بهرني وګړي خوندي وتلي اؤ دوه ترهګر هم د پولیسو په ډزو کې وژل شوي دي. تفصیل د ذولفقار بېټنی په رپورټ کې
په بلوچستان کې د ګڼو باﺭانونو له کبله ﺭاغلیو سېلابونو کې په لویه کچه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي او د آفتونو په وخت د انتظام د صوبایي ادارې په وینا په بېلابېلو سیمو کې د مړو شمېر 16 ته ﺭسېدلی دی. تفصیل د نعمت الله سرحدي په رپورټ کې
د 2024 م عام انتخاباتو دوه میاشتې وروسته د بلوچستان صوبايي کابینې 14 غړو نن د جمعې په ورځ سوګند وکړو. د ډیوه خبریال حفیظ الله ستوري شېراني د کابینې غړو او څېړونکو سره خبرې کړي چې صوبايي حکومت ته ورپېښو چیلنجونو په اړه معلومات ترلاسه کړي. تفصیل په ويډیو رپورټ کې:
نړیوال بېنک ویلي په پاکستان کې غذايي عدم تحفظ زیات شوی او د تعلیم او صحت اسانتیاوې کمې شوي دي. اداره ویره څرګندوي چې د ټرانسفورټ خرڅ زیاتېدو له امله د ماشومانو سکولونو ته تګ هم اغېزمن کېدی شي. نور تفصیل د عبدالرزاق په رپورټ کې :
د خیبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو کې د چرګانو بحران یا نشتوالۍ وروسته له هغې راغلی چې پنجاب د چرګانو په وړولو ضلعه بندي اعلان کړې. د دې بندېز له امله د چرګانو کاروبارونه په ټپه اودریدلي او دوکانداران وايی که دا بندیز ختم نه شي دوی د چرګانو کاروبار په پریښولو مجبور دي. تفصیل د عدنان بیټني په رپورټ کې
بلوچستان صوبه کې، د انتخاباتو نه ډېر وروستو، اوس هم کابینه نده جوړه شوې. میر سرفراز احمد بګټي د مارچ په دویمه د وزیر اعلی په توګه سوګند پورته کړ، د سېنېټ انتخاباتو پروسه بشپړه شوې او د بلوچستان ټول سېنېټران بې له مقابلې انتخاب شول. خو صوبایي کابینه ولې لا نده جوړه؟ د حمید سمسور رپوټ:
د ایران حملو ته د ځواب نه ورکولو د پاره په اسرایل نړیوال فشار سیوا کیږي خو ډیر اسرایلیان د حکومت نه د سخت ځوابي حملې غوښتنې کوي. په دې اړه توده بحثونه پیل شوي دي. د یروشلم نه د وي او ای د پاره د لېنډا ګریډسټېن رپورټ درته ارباب محمود علي وړاندی کوي.
دايران او اسرایل تر منځ شخړې په بلوچستان کې د ايرانې تيلو پرقیمتونو هم اثر اچولی او وﺭځ تر بلې يې قيمتونه لوړ ﺭوان دي. ځايي خلک وايي دا وخت ايران سره د بلوچستان پر هغه ټوله مرکزونو باندې تيل ﺭاوړل بند دي د کومو له لاﺭې چې پاکستانې چاﺭواکې د راوړولواجاﺯه وﺭکوي. نوﺭ حال د نعمت الله سرحدې په ﺭپوﺭټ کې
نور کتل