لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیمې او د نړۍ په ځینې خبرونو یو نظر


ترکیې د کردي یاغیانو پرضد د عراق په شمال او د سوریې په شمال ختیځو برخو کې نن هوايي بریدونه ترسره کړي.

د ترکیې د پوځ لخوا په خپرې شوې اعلاميې کې راغلي دي چې دغه بریدونه ددې لپاره ترسره شوي چې ترکیې ته پرې د یاغیانو، وسلو او چاودیدونکو توکو د ورتګ مخه ونیسي.

ترکي چارواکو ویلي د کردستان کارګر ګوند یا پې کې کې ډله په یادو سیمو کې پټنځایونه لري.

پي کې کې د کردي لږکیو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره له ۱۹۸۴ میلادي کال راهیسي جګړه کوي.

پدغو جګړو کې تر څلور نیم لکو زیات کسان وژل شویدي.

--------

د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ له مکسیکو سره د دیوال د جوړیدو په برخه کې اوس هم ژمن دی.

ټرمپ تیره ورځ وویل چې هغه به ددې کال تر پایه پورې صبر وکړي ترڅو کانګرس یې د مالي لګښت لپاره بودیجه تصویب کړي.

ډیموکراټان ددغې پروژې مخالفت کوي.

له همدې امله په کانګرس کې د ډیموکراټانو وکیلانو د ټرمپ ددغه اقدام چې ګواکې ددې کال تر پایه به صبر کوي هرکلی کړی.

--------

د متحده ایالاتو یو سناتور ډان سلیوان تیره ورځ د امریکا او د چین په حکومتونو باندې غږ وکړ چې د سوداګرۍ او ډپلوماسۍ په ګډون دې په خپلو اړیکو کې په رښتینې توګه همکاري وکړي.

له الاسکا څخه دغه جمهوري غوښتونکي سناتور وویل چې چین په امریکا کې په چټکۍ سره یوشمیر مهمې کمپنۍ لکه د روباټ، سافټویر، رسنیو او په یوشمیر نورو پرمختللیو برخو کې رانیسي.

خو نوموړي اندېښنه څرګنده کړه کچیرې یو امریکایی شرکت وغواړي چې په چین کې دغه ډول کمپنۍ راونیسي نو هغوي ورته د نه ځواب ورکوي.

نوموړي دا هم وویل چې په چین کې امریکايي ډپلوماټانو ته دومره اسانتیاوې نه دې ورکړل شوي لکه څنګه چې په امریکا کې چینایي ډپلوماټانو ته ورکړل شویدي.

--------

د امریکا په جنوبي ایالت ارکانسس کې تیره ورځ په دوو کسانو باندې د اعدام سزا عملي شویده.

لومړنۍ سړی ۵۲ کلن جک جون وه او دوهم ۴۶ کلن مارسل ویلیم نومیده.

دواړه په قتل او جنسي زور زیاتي باندې تور شوي وه.

له دې سره سږکال په امریکا کې د اعدام شويو کسانو شمیر نهو تنو ته ورسېد.

تیر کال په امریکا کې ټول ټال ۲۰ کسان اعدام شوي وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG