لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیمې او د نړۍ په ځینې مهمو خبرونو یو نظر


په عراق کې د ملګروملتونو لوړ رتبه چارواکی وايي د داعش ورځې د ګوتو په شمار پاتې دي او موصل به هرو مرو ازادیږي.

په عراق کې د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت مشر جان کوبیس دعراقي ځواکونو وطندوستي وستایله او له ټولو هغو ځواکونو یې مننه وکړه چې د داعش په وړاندې یې جګړه وکړه.

ده وړاندې وویل د داعش د پاتې شونو په وړاندې دامهال وروستي پوځي عملیات روان دي چې له سوریې سره د ګډې پولې په اوږدو کې به هم پر مخ ولاړ شي.

-------

د متحده ایالاتو پوځ وايي دوي په یمن کې د القاعده شبکې سره تړلي اوه ترهګر وژلي دي.

امریکايي پوځي چارواکو نن د سې شنبې په ورځ وویل چې یاد ترهګر یې د یوه هوایي برید په ترڅ کې وژلي دي.

دوي زیاتوي چې دغه عملیات یې د یمني ځواکونو په ملاتړ ترسره کړیدي.

-------

د برتانیې پولیس وايي په مانچسټر کې د دوشنبې په ورځ د یوه کانسرت مخې ته په ترسره شوې چاودنه کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي او ۵۹ نور ژوبل شویدي.

د مانچسټر د پولیسو مشر ایوان هاپکینز نن د سې شنبې په ورځ وویل چې دغه ترهګریز برید د یوه کس لخوا ترسره شوی چې هغه هم په خپله د پېښې په ځای کې وژل شویدی.

د برتانیې لومړۍ وزیرې ټریسا مې وویل پولیس او امنیتي ځواکونه پدې باور دي چې د بریدګر پیژندګلو شویده خو تر دې دمه دې ته چمتو نه دي چې په عامه توګه یې تایید کړي.

---------

د متحده ایالاتو ولسمشر ډنالډ ټرمپ نن د سې شنبې په ورځ ژمنه وکړه چې په منځني ختیځ کې د سولې د راوستلو په برخه کې به ټول هغه څه وکړي چې کولای یې شي.

تر دې مخکې د امریکا نور مشران ددغې موخې د ترلاسه کولو په برخه کې ټول ناکام شوي وه.

ټرمپ په بیت لحم کې د فلسطیني ولسمشر محمود عباس سره تر یو ساعته خبرو وروسته د سې شنبې په ورځ وویل چې دی په ريښتینې توګه هیله مند دی چې امریکا له اسرایل او فلسطین سره د سولې په برخه کې مرسته کولای شي.

-------

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا د ترکي امنیتي کسانو هغه چلند وغانده چې تیره اونۍ له واشنګټن څخه د رجب طیب اردغان د سفر پرمهال یې ترسره کړی وه.

ددغې پېښې په اړه ترکیې هم په انقره کې د متحده ایالاتو سفیر احضار کړی وه.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیدړ ناړټ وویل لکه څنګه چې مو مخکې وویل د ترکي امنیتي ځواکونو د تیرې اونۍ چلند ډیر خواشینونکی وه.

هیدړ وړاندې وویل دوي پدې اړه په ډیرې لوړې کچې خپلې اندېښنې شریکې کړیدي.

--------

طالبانو د افغانستان په جنوب کې په یوه پوځي مرکز باندې برید کړی چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۱۱ حکومتي سرتیري وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شویدي.

د افغانستان د دفاع وزارت لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي دي چې طالبانو د شپې د کندهار ولایت په شاه ولي کوټ ولسوالې کې د ملي اردو په یوه مرکز باندې برید وکړ چې جګړې څو ساعته دوام وکړ.

دوي وايي چې پدغې جګړه کې لږ تر لږه ۱۲ تنه طالبان هم وژل شویدي.

د یوه بل خبر له مخې د بادغیس ولایت په قدس کې هم د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه شویده چې د سې شنبې تر ورځې یې دوام درلود.

پدغه جګړه کې لږ تر لږه اته افغان سرتیري مړه او ټپیان شویدي او طالبانو ۱۸ وسلوالو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

-------

د پاکستان د بلوچستان چارواکي وايي چې درې ترهګر یې نیولي دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر په کوټه کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل نیول شویو کسانو په ګڼو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG