لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او د نړۍ په ځینې خبرونو یو نظر


مایک پینس زیاته کړه شمالي کوریا د خپل اټومي پروګرام په اړه خپلې ټولې کړې ژمنې ماتې کړیدي
مایک پینس زیاته کړه شمالي کوریا د خپل اټومي پروګرام په اړه خپلې ټولې کړې ژمنې ماتې کړیدي

د امریکا د ولسمشر نایب مایک پینس نن وویل نړیواله ټولنه باید د شمالي کوریا پرضد ډپلوماټیک او اقتصادي فشارونه زیات کړي.

پینس وویل دغه فشارونه ددې لپاره ضروري دي چې شمالي کوریا د اټومي وسلو او بالسټیک میزایلو پروګرام ودروي.

نوموړي په جاپان کې د خپلو خبرو پرمهال دا هم وویل چې متحده ایالات به تر هغې له خپل دریځ څخه په شا نه شي ترڅو یې کوریا له آټومي وسلو څخه په شا کړې نه وي.

مایک پینس زیاته کړه شمالي کوریا د خپل اټومي پروګرام په اړه خپلې ټولې کړې ژمنې ماتې کړیدي.

-------

د برتانیې لومړۍ وزیرې ټریسا مې نن وویل چې هغه به مخکې له وخته یعنې د جو په اتمه نیټه د انتخاباتو غوښتنه وکړي.

له اروپایې ټولنې څخه د برتانیې د وتلو کابو درې اونۍ کیږي خو مې وايي چې مخالف ګوندونه ددغه بهیر په وړاندې خنډونه جوړوي.

دې دا هم وویل چې د برتانیې پارلمان په هغو خبرو سره نه راټولیږي په کومو چې ملت په یوه خوله دی.

په برتانیه کې مخکې د وخته دانتخاباتو د ترسره کولو غوښتنه باید ددغه هیواد د ولسي جرګې یا هاوس اف کامنس لخوا تصویب یا پاس شي.

------

د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ لومړیو سلو ورځو پوره کیدو ته نږدې شویدي خو په عوامو کې یې اوس هم د محبوبیت کچه شاخوا ۴۰ فیصدو کې ده.

که څه هم په افغانستان او سوریه کې د پوځي بریدونو سره د ټرمپ بهرني سیاست ته یو څو زیاتې نومرې ورکړل شویدي خو په کورنۍ اجندا کې دغه فیصدې په خپل ځای په ټپه ولاړه ده.

د ګیلوپ ډیلې لخوا په ترسره شوې سروې کې څرګندیږي چې په ولس کې د ولسمشر سره د موافقې کچه ۴۱ فیصده او د مخالفت کچه ۵۳ فیصده ده.

له ولسمشر سره د موافقې کچه درې اونۍ مخکې ۳۵ فیصدو ته ښکته شوې وه.

--------

په پاکستان کې پوځي چارواکو ویلي یوه ښځه چې ګومان کېږي د داعش ډلې یوه ځان وژونکې برید کونکې ده د تیرې جمعې په ورځ ونیول شوه.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور یوې خبري غونډې ته وویل چې د نورین لغاري په نامه دغې میرمنې غوښتل په لاهور کې په یوې کلیسا باندې د یکشنبې په ورځ برید وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د نیول شوې ښځې په اړه دا مهال پوښتنې ګرویږنې روانې دي.

جنرال غفور دا راپورونه رد کړل چې نورین ګواکې سوریې ته تللې وه او هلته روزل شوې.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې پدې خبرې زور راوړه چې د ترهګرۍ د ټولو ډولونو سره دې باید مخالفت وشي.

مک ماسټر له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې او ثبات په اړه هم خبرې وکړې.

نوموړي د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف، په بهرنیو سیاست کې د هغه لوړ رتبه چارواکو او د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره ولیدل.

شریف له مک ماسټر سره تر خبرو اترو وروسته د یوې اعلاميې په ترڅ کې د ټرمپ د ادارې دې لوړ رتبه پلاوي سره له لوړې کچې د خبرو اترو هرکلی وکړ.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار ماک ماسټر تر دې مخکې په کابل کې له افغان ولسمشر، د ملي امنیت له سلاکار او یوشمیر نورو لوړ رتبه حکومتي چارواکو سره خبرې کړې وې.

دواړو لوریو د ترهګرۍ د له منځه وړلو په برخه کې سلا مشورې کړې وې.

افغان حکومت وايی ، دپاکستان لخوا د ډیورنډ په کرښه جوړ شوي موانع او تاسیسات به له منځه وړي.

د افغانستان د سرحدونو اوقبایلو چارو وزارت ، دپاکستان دپوځ له لوري د ډيورنډ په کرښه د اغزن تار او د نورو موانعو د جوړولو اقدامات غندي او ویلي دي چې د موقعې نه دګټې په اخیستوسره د جوړشویو موانعو او تاسیساتو له منځه وړلو لپاره افغان حکومت ټینګه اراده لري.

د دې وزارت مطبوعاتي سلاکار جاوید احمد وفا ویلي که پاکستان غواړي په کرښه د اغزن تار په غزولو سره د ترهګرو مخه ونیسي ، ددې پیل شوي اقدام پرځای دې دهغه هیواد په ښارونوکې د میشتو ترهګرو پرضد اقدام وکړي.

تیره ورځ د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور ویلي ، له افغانستان سره په ګډه پوله د۱۰۰ کیلومټره په واټن د اغزن تار او د نورو موانعو د جوړولوکار جاري دی او په دویم پړاو کې د بلوچستان ایالت کې له افغان ګډې پولې سره هم د ورته کار دپیلولو اراده لري.

اصف غفور له افغانستان سره په ګډه پوله د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره دموانعو جوړول دکابل او اسلام اباد په ګټه ګڼلی او هیله یې ښودلې چې له دې اقدامه افغان حکومت دمخالفت پرځای ملاتړ وکړي.

-------

د پاکستان قامي اسامبلۍ داسې یو قرارداد تصویب کړ چې په ترڅ کې یې په مردان کې د خان عبدالولي خان د پوهنتون د محصل مشال خان ظالمانه وژنه غندل شویده.

پدغه قرارداد کې له حکومت څخه غوښتل شویدي چې د پېښې له عاملینو سره دې قانوني چلند وشي.

په قرارداد کې دا هم راغلي دي چې مذهب ته د سپکاوي په قانون کې دې داسې مادې ځای پرځای شي چې په ترڅ کې يې له دغه قانون څخه څوک ناوړه ګټه پورته نه کړي.
د خیبرپښتونخوا پولیسو د مشال خان د وژل کیدو په اړه یو هر اړخیز راپور سترې محکمې ته لیږلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG