لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او د نړۍ په خبرونو یو نظر


د عراق د شیعه ګانو دیني مشر مقتدا الصدر د سوریې له ولسمشر بشار الاسد څخه وغوښتل چې له واک څخه دې ګوښه شي تر څو د سوریې بحران ته یو سیاسي حل وموندل شي
د عراق د شیعه ګانو دیني مشر مقتدا الصدر د سوریې له ولسمشر بشار الاسد څخه وغوښتل چې له واک څخه دې ګوښه شي تر څو د سوریې بحران ته یو سیاسي حل وموندل شي

د عراق د شیعه ګانو دیني مشر مقتدا الصدر د سوریې له ولسمشر بشار الاسد څخه وغوښتل چې له واک څخه دې ګوښه شي تر څو د سوریې بحران ته یو سیاسي حل وموندل شي.

الصدر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دا به د اسد لپاره مناسبه وي چې څوکۍ پريږدي او په دغه هیواد کې د جګړې لمن راټوله شي.

دغه اعلامیه یواځې څو وروسته له هاغې خپره شوه چې امریکا د سوریې په یوه هوایي ډګر باندې په لسګونو کروز توغندي وتوغول.

امریکا وایي دغه توغندي یې ځکه پدغه هوايي ډګر باندې وتوغول چې له همدې ځایه د ملکي وګړو پرضد کیمیاوي وسلې کارول شوې وي چې ۱۰۰ ملکي وګړي یې وژلي وه.

-----

داعش د هغو بمي چاودنو پړه په غاړه واخیسته کومې چې د مصر په دوو کلیساوو کې ترسره شوې وې.

ددغو چاودنو په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۴ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات نور ژوبل شوي وه.

له چاودنو وروسته د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي په هیواد کې درې میاشتنی بیړنی حالت اعلان کړ.

------

جنوبي کوریا او چین وايي دوي پدې موافقه کړې چې د شمالي کوریا پرضد به سخت ګام پورته کړي کچیرې پیانګ یانګ د نورو بالستیک میزایلو ازموینه ترسره کړي.

د جنوبي کوریا او د چین لوړ رتبه اټومي استازو نن د دوشنبې په ورځ پدې برخه کې په سویل کې خبرې اترې کړیدي.

د یکشنبې په ورځ د متحده ایالاتو د ملي امنیت صلاکار اچ ار مک ماسټر وویل ټرمپ له چارواکو پوښتلې چې د شمالي کوریا د اټومي ګواښ د له منځه وړلو په برخه کې کومې ممکنه لارې لا په واک کې شته.

-----

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ماسکو ته د خبرو اترو څخه دمخه په ایټالیا کې د اوو سترو اقتصادي هیوادونو د بهرنیو چارو له مشرانو سره وکتل.

تمه ده د اوو سترو اقتصادي هیوادونو یا جي سیون سرمشریزه به په مې میاشت کې په ایټالیا کې ترسره شي چې په یوشمیر نړیوالو مهمو مسلو باندې پکې پریکړې وشي.

ټیلرسن د یکشنبې په ورځ وویل امریکا ژمنه ده چې د سوریې شخړه چې د ستر بشري ناورین سبب ګرځېدلې باید پای ته ورسېږي.

ټیلرسن دا هم ویلي دي چې دا مهال د داعش ځپلو ته به لومړیتوب ورکوي او د بشار الاسد برخلیک به خپله د سوریې خلکو ته پرېږدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG