لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او د نړۍ په خبرونو یو نظر


د امریکې د دفاع وزارت یا پینټگان
د امریکې د دفاع وزارت یا پینټگان

د متحده ایالاتو پوځ وایي دعراق په شمالي ښار موصل کې د ملګي وګړو مرګ ژوبله خطرناکه ده.

دوي وایي د هغو ادعاو په اړه به پلټنې وکړي چې ګواکې ددې میاشتې په سر کې د امریکایي ځواکونو په هوایي بریدونو کې تر سلو زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.

پنټګان ویلي له لومړنیو راپورونو څرګندیږي چې د ایتلافي ځواکونو الوتکو د مارچ په ۱۷ نیټه په یادو سیمو کې د داعش په وړاندې هوایي بریدونه ترسره کړیدي.

عراقي او امریکایي ځواکونه د موصل د لویدیځې غاړې د بیرته نیولو لپاره په سیمه کې په ګډه پوځي عملیات پرمخ وړي.

د موصل ښار د ۲۰۱۴ میلادي کال له نیمایي څخه د داعش په ولکه کې دی.

-------

جاپاني چارواکي وایې داسې ویره موجوده ده چې په ختیځو تفریحي ځایونو کې به د واورې ښویدنې یا برف کوچ له امله د ښونځیو اته زده کونکې مړه شوي وي.

خبر زیاتوي چې پدغه پېښه کې درې نور زده کونکي ژوبل شوي هم دي.

چاپاني چارواکي وايې چې زده کونکي د پېښې په ځاي کې چې له ۱۷۵ کیلومټره د ټوکیو شمال ته پروت دی غره ته ښتل.

غره د ښتلو دغو لوبو ته د اوو ښونځیو څخه لس ښونکي او ۵۰ زده کونکي ورغلي وه.

--------

د هانګ کانګ نهو فعالینو ته د دوشنبې په ورځ خبر ورکړل شوی چې دوي به په هغو لاریونو کې د لاس درلودلو په تور ونیول شي په کومو کې چې عوامو ته ستونزې جوړې شوې وې.

دغه خبره یوه ورځ وروسته له هاغې خپرېږي چې د هانګ کانګ لپاره د چین پلوه ټاکنیزې کمیټې لخوا کیړې لام د لومړنۍ ښځینه اجرایه ریسې په توګه وټاکل شوه.

د نوموړې په بریالېتوب او له چین سره د هغې په لیوالتیا باندې ډیموکراټ فعالین سخت اندیښمن شویدي.

--------

د جرمني صدارعظمې انګیلا مرکل ګوند د یکشنبې د ورځې حکومتي ټاکنې وګټلې او د کیڼ اړخو هغه هیلې یې مړاوې کړې چې ګوندې دوی به پدې وتوانیږي چې د سپټمبر د میاشتې په ملي ټاکنو کې به میرکل له خپلې څوکۍ څخه لیرې کړاي شي.

د مرکل کریسچن ډیموکراټ مخالف سوشل ډیموکراټ ګوند ته ډیره په اسانه سره ماتې ورکړه که څه هم سوشل ډیموکراټانو د اروپایي پارلمان پخوانی مشر مارټین سچلز د میرکل په وړاندې کاندید کړی وه.

میرکل به د سپټمبر د میاشتې د ملي ټاکنو له ګټلو سره د څلورمې دورې لپاره د جرمني لومړي وزیره پاتې شي.

--------

په جنوبي کوریا کې څارنوالانو د پخوانۍ لیرې کړای شوې ولسمشرې پارک ګیون هین د نیول کیدو لپاره د امر غوښتنه کړې.

په میرمن پارک باندې د میلیونو ډالرو رشوت تورونه لږیدلې او له همدې امله هغه د خپلې دندې پريښودو ته اړ ایستل شوه.

پارک پدې ټول لږول شوي تورونه بې بنسټه ګڼلي.

د سیول مرکزي محکمې ویلي چې دوی به پدې اړه د پنجشنبې په ورځ پریکړه وکړي چې د میرمن پارک د نیولو امر ورکړي او که څنګه؟

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG