لاس رسیدونکی لینک

په فاټا کې د بدلون په شور افغانستان خاموشه دی


د افغانستان په حیرانونکې خاموشۍ کې پاکستان دخپل ریاست مټې په تاريخي توگه ازاد قبايلي سيمو ته غزوي- قبایلي سيمې یا فاټا د نولسمې پېړۍ(1800) د پايې نه واخله تر دې دمه پورې لانجمنه سیاسي، جعرافيايي او قانوني نقشه لري- په هند کې واکمن انگریز دغه سيمې د هغه وخت د کمزوري افغانستان نه ونیولې— په وس وخت کې ټوله قبايلي سيمه پاکستان په 1947 کې د هندوستان د تقسيم راهسې د خپل مرکزي حکومت د واک لاندې ساتي خو هلته یې اولس ته د نور پاکستان په شان ايني، قانوني، او بشري حقونه نه دي ورکړي- د پاکستان ریاست په فاټا کې تاريخي، جعرافيايي، نظامي او ايني بدلون غواړي خو افغانستان خوا ته خاموشي ليدل کیږي—

په فاټا کې ايئن او قانون

د پاکستان په 27 زره مربع کلوميټره قبایلي سيمه فاټا کې د میلینو خلقو سره لکه د نور پاکستان په رنگه بنیادي انساني حقونه نشته دی- په فاټا کې د پاکستان د اوسني ائین د یو شق 247 لاندې د تمامو فیصلو اختیار د پاکستان د صدر سره دی- دا شق د هېواد پارلیمان ته په فاټا کې د څه قسمه ایني او قانوني بدلون اجازه نه ورکوي- دا وخت په فاټا کې د برتانېی د فېرنگي د راج د وخت تور قانون ایف سي ار لاندې ټولې ځايي فیصلې یو سرکاري افسر پوليټیکل ایجنټ کوي- د پولیټیکل ایجنټ د فیصلو خلاف اولس ته د اپيل او وکيل کولو حق نشته دی- دغه افسر ته ځايي اولس بې تاجه بادشاه هم وايي- په فاټا کې نه خو یوه یونیورسټي شته دی او نه کوم غټ هسپتال، او نه د پېښور، اسلام اباد او کراچۍ په طرز کوم کاروباري مرکز. هلته د پاکستان د پرمختللي او خوشحاله ښارونو لاهور او سیالکوټ په رنگه د جديدې بینکارۍ نظام هم نشته دی- د فاټا اولس ته لکه د پاکستان د واک لاندې کشمير او گلگت بلتستان د خلقو په شان د بلدياتو او صوبايي اسمبلیو د انتخاباتو حق هم نشته دی-

په فاټا کې ترهگر، پوځ او کډوال

د پاکستان د ځواکونو یو جرنیل عاصم باجوه ډیوه ته ويلي وو په فاټا کې د کال 2014 راهسې د ترهگرو په ضد د ضرب عضب په نوم عملیات روان دي او د پوځ یو لک اووه اتیازره عسکر هلته پراته دي- خو د پاکستان د پوځ د ترهگرۍ خلاف دغه جگړې ته بې پلوه رپورټونو او نړیوال مشکوکه جگړه وايي. د امرېکې د دفاع وزارت پينټاګان د کال 2016 دسمبر په میاشت کې په خپل یو رپورټ کې ويلي دي دحقاني نيټ ورک په څير دافغان طالبانو ډلې، او په پاکستان، افغاستان، منځني ختيز، او قطبي ایشیا کې پیژندلې ترهگره ډلې دغلته خپل محفوظه مرکزونه لري او دهغوېي مشران دغلته پټ دي. هم دا اونۍ په کابل کې د پارلیمان د ودانۍ سره خواته د غبرگو ځان مرگي حملو وروستو دامرېکې د باندينو چارو وزارت ويلی دي د پاکستان په قبايلي سيمو کې د ترهگرو پټې ځالې دي او د هغه ځای څخه ازاد فعاليتونه کوي- د امرېکې د پوځي مشرانو په گډون د افغانستان حکومتي چارواکي هم وايي د حقاني شبکې لوی محفوظ مرکزونه په شمالي وزيرستان کې دي. پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي او وايي د تر هگرۍ خلاف روانه جگړه کې یې سترې قربانۍ ورکړي دي( دا قربانۍ د پښتنو په خاوره پښتنو ورکړي دي) او په فاټا کې یې د ترهگرو مرکزونه ختم کړي دي- د پاکستان دغه دريز په خپل ځای خو دا وخت فاټا ته نه خو خبریالان او نه د بشري حقونو کارکونکي د پوځ د اجازت نه بغېر ورتللې شي-

د ضرب عضب شورو کیدلو سره سم د فاټا څخه ځايي خلق په کډه کولو مجبوره شوي وو- د پاکستان د کډوالو د خصمانې ادارې ایف ډي ایم ای دضرب عضب عملیاتو شورو کیدلو څخه څو ورځې وروستو په یو رپورټ کې د کډوالو شوو خلقو شمیره 787,888 ښودلې وه- د ملگرو ملتونو د بشري چارو د رابطې دفتر "اوچا" د شمالي وزیرستان څخه تر پینځم ستمبر 2014 پورې دغه شمیره 961,000 ورکړې وه- په کال 2015 کې ملگرو ملتونو یواځې د شمالي وزيرستان څخه د کډوالو شوو شمیره 1.3 میلینه ښودلې وه- د پاکستان د کډوالو د خصمانې د ادارې ایف ډي ایم ای یو چارواکي میا عادل ظهور دا اونۍ ډیوه ته ويلي دي دا مهال اویا زره کورنۍ کډوالې دي- د ادارې د شمیرو تر مخه په یوه کورنۍ کې اوسطاً لس کسان وي دغه شان دا وخت د کډوالو شمیر اووه لکه جوړیږي- هم تیره اونۍ د خېبر پښتونخوا صوبې گورنر اقبال ظفر جگړا د فاټا څخه بې کوره شوؤ قبایلو ته څلور اونۍ ورکړي دي چې خپلو کورنو ته دې ستانه شي که نا— رجسټریشن یعني حکومتي نوم ليک به ورته ختم کړي. نوموړي دعوا کړیده چې د هیواد پوځ په قبايلي سيمه فاټا کې امن په ځای کړی دی

د فاټا تاريخي ملکیت

د فاټا د ځمکې او اولس د بد بختیو او کړمو تاریخ نوی نه دی- په ان لائن بڼه موجودو د ستاويزونو ترمخه په 1870 کې د گندَمک د تاريخي لوظنامې لاندې د کرمې او پشين درې، د سبي او د خېبر پاس د ځمکې واک اختیار د کابل په ځايي د برتانیې لاسو ته ورکړې شو- بیا په دویم ځل په 1893 کې د افغانستان څخه نوره ځمکه واخستل شوه اود ډیورنډ لاین د تاريخي خو لانجمنې لوظنامې لاندې د افغانستان پښتانه په دوه ځایه کې تقسيم کړې شول. برتانیې د 2430 کلومیټره اوږد ډیورنډ لاین د کرښې راښکلو سره د وسني پاکستان د یو شمیر سيمو څخه علاوه ټوله فاټا( 27000 مربع کلو میټره) برتانوي هند ته حواله کړه- خو ددې انتظامي تقسيم څخه وروستو به هم د برتانوي هند په علاقه کې پراته پښتانه مشران د لوېی جرگې د نمایندگانو په توگه کابل ته تلل. بلکې په شلمه پېړۍ کې به هم د وسني پاکستان د مومندو د میزرۍ چينې کالو خان مومند د مومندو، ملک نادر خان زخه خیل د خېبر او میا گل جان د باجوړ نماینده گان وو- ددې ځاېی د نمایندگانو دا لړۍ تر د شلمې پېړۍ تر پاېی د ډاکټر نجيب الله تر وخته پورې روانه وه-

دپاکستان نیت

د پاکستان ریاست د خپلو گټو لپاره د انگرېز ډېری قانونونه بدل کړي دي خو په فاټا کې یې تور قانون ایف سي ار تر اوسه عملي ساتلی دی- دا قانون ریاست ته د ځايي خلکو په ضد بې سارې اختېار ورکوي- پښتون ملت پاله گوندونه او د فاټا سیاسي فعالين په پاکستان تور لگوي چې سيمه یې د تیرو دیرشو کالو څخه د زیاتې مودې راهسې په افغانستان کې د اړي گړي لپاره کارولی ده- خو اوس چې دغلته پټ شوي تر هگر د ریاست لپاره خطر جوړ شوي دي نو پاکستان په فاټا کې ايني او جعرافيايي بدلون کول غواړي-

د ډیوه دې تپوس ته په ځواب کې د پاکستان د وزيراعظم د باندينو چارو صلاح کار او د فاټا لپاره مشاور سرتاج عزيز ويلي دي په فاټا کې د ايني بدلون ضرورت د ډیر پخوا راهسې ؤ. هغه وايي د قبایلي اولس د غوښتنو په رڼا کې یې یو رپورټ تیار کړی دی او حکومت ته یې وړاندېز کړی دی چې د فاټا څخه دې ایف سي ار قانون سمد ټکه ختم کړې شي، هلته دې عدالتي نظام وغوزل شي او دغه سيمه دې دیو کوټلې ترقیاتي منصوبې وروستو په خیبر پښتونخوا صوبه کې شامل کړې شي. سرتاج عزيز واېي په فاټا کې یې د یو نيم کال په موده کې د عاموخلقو، طالبعلمانو، وکيلانو، ملکانو او ممبرانو څخه د لیدو کتو وروستو خپل رپورټ تیار کړی دی. ښاغلي عزيز ډیوه ته ويلی دي " د فاټا په سفر کې به ورته خلکو اوازونه کول چې د نور پاکستان د خلکو په رنگه حقونه غواړي" خو د فاټا د اولسي نمایند گانو، وکیلانو او گڼ شمیر نورو کار پوهانو وس هم خیال دا دی چې د پاکستان د ریاست د ايني اصلاحاتو نیت مشکوک ښکاري –

د فاټا اولس او سیاسي گوندونه

دا وخت د پاکستان ددغه ډیر شاته پاتې قبايلي سيمې نوی کول، سیاسي مشران، کارپوهان، او طالبعلمان د دغه زوړ او امتیازي قانون ایف سي آر د ختمولو او لکه د نور پاکستان دخلقو په رنگه د یو شان حقونو لپاره په میدان کې ولاړ دي— د فاټا د باجوړ ایجنسۍ څخه د حکومتي گوند مسلم ليگ د قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدين خان ډیوه ته ويلي دي " مونږ غواړو چې فاټا کې امتیازي قوانین ختم شي او دا سيمه د خېبر پښتونخوا صوبې سره یو ځاېی کړې شي"- د فاټا څخه د طالبعلمانو تنظيم د کال 2017 د جنورۍ په یولسمه په پېښور کې یوه درنه مظاهره کړې وه. دغه طالبعلمانو شعارونه کول " نه منو نه منو ایف سي آر نه منو" د پاکستان د قام پرست سیاسي گوندونو په شمول د لسو سیاسي گوندونو ایتلاف په یوه شريکه اعلامیه کې ويلي دي چې فاټا دې د خېبر پښتونخوا صوبې سره یو ځای کړې شي. د ایتلافي گوند عوامي نیشنل پارټۍ یو مشر افراسیاب خټک ډیوه ته ويلي دي د دويي گوند کلکه غوښتنه کوي چې فاټا دې د پښتونخوا سره یو ځاېی کړې شي- خو ددغه ایتلاف نه علاوه دوه گوندونه د مولانا فضل الرحمان جمعیت علما اسلام (ف) ډله او د محمود خان اچکزۍ پښتون خوا ملي عوامي گوند غواړي په فاټا کې د څه قسمه ائيني بدلون څخه د مخه هلته د اولس رائ اخستلو لپاره یو ریفرنډم کول پکار دي-

افغانستان څه واېي

لکه څه رنگه وړاندې وویل شو چې د پاکستان دخاورې څخه به کابل ته نمایندگان تلل، افغانستان تر دې دمه نه خو د ډیورنډ کرښه رسمي منلې ده او نه یې کله د پولې دې پلؤ ته پښتنو ته افغانستان ته د ورننوتلو لاره بنده کړې ده. د افغانستان پخواني صدر حامد کرزۍ په یوه مرکه کې ويلي وو پاکستان ترې فقط دا غواړي چې دويي ورسره دډیورنډ دا کرښه رسمي اومني. د طالبانو په دور کې هم اکثره مطبوعاتو ليکل چې طالبان د پاکستان سره هر څه مني خو د ډ یورنډ کرښه ورسره منلو ته تیار نه دي. خو په حېرانونکې توگه اوس چې پاکستان په فاټا کې د سترو جعرافيايي، نظامي او ايني بدلونونو هلې ځلې کوي او په مطبوعاتو کې پرې بحثونه روان دي نو د کابل له لوري مکمله خاموشي لیدل کیږي، کیدې شي صدر اشرف غني یا خو خبر نه وي، یا یې د کابل په سرکاري کتابونو کې د ډیورنډ متنازعه کرښه په رسمیت منلې وي—

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG