د خالي په ورځ په واشنګټن دي سي کې په للکونو خلک چې زیاته برخه یې ښځې دي، د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ او هغه د تګلارو پر ضد مظاهره وکړه.
د دغه مظاهرو تنظیمونکي وايي تمه ده چې څو لکه خلک په دغو مظاهرو کې برخه واخلي.
په واشنګټن کی چارواکي وايي ۱۸۰۰ لوی ګاډي راجستر شوي چې دغه خلک د مظاهرې ځای او پارک ته ورسوي، نژدې ۱۰۰زره خلک یوازې په سرویسونو کې راغلی دي.
د دغه مارچ یا مظاهرو تنظیموونکي وایي دوی غواړي چې ټرمپ ته د هغه د کار په لومړۍ ورځ د ښځو او بشري حقوقو ته د درناوي او ساتلو پیغام ورکړي. مظاهره چیان وایي دوی د ښځو او نارینه وو د حقوقو مساوات، صحي بیمه او داسې نورو مسایلو کې خپل حق او ازادي غواړي.
سارا یانگ چې د انډیانا د ایالت نه واشنګټن ته د مارچ کې ګډون لپاره راغلې وايي هغې ته د ښځو د روغتیا مسله مهمه ده.
اخوا د اسټرالیا د سډني ښار کې هم زرګونو خلکو د ډونلډ ټرمپ په ضد احتجاج کړی ده. د مظاهرو تنظیمونکو وویل چې د امریکا د نوی جمهور ریس نفرت پارونکې څرګندونې غندي، هغوی په ټرمپ تور ولګوه چې نژادي او قومي تبعیض عادي ګڼي.
احتجاج کوونکو د امریکا د قونسلګرۍ خوا ته مارش وکړ. دوی وویل د ټرمپ مشرتابه د بشري حقوقو، بین المللي تجارت او امنیت ته خطر پیښوي. په نیوزیلنډ کې هم د ټرمپ ضد مظآهرې وشوې، قریب دوه زره لاریون کوونکو په څلورو ښارونو کې مظاهره وکړه. ټاکل شوې چې د نړۍ په ځینو نورو برخو کې هم د ټرمپ پر ضد مظاهرې وشي.
ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د جنورۍ په ۲۰ نېټه د متحدو ایالتونو د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه. هغه د امریکا ۴۵م ولسمشر شو.