لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې، برطانيي د منځني ختیځ څخه په پروازونو په کمپیوټرو پابندي لگولي


د ټي ایس ای د حکمنامې ترمخه، مسافر به د موبایل فون نه لوې الات د چیک ان بیگیج یا د هغه سامان سره جمع کوي چې جهاز ته يي د ځان سره نه وړلی بلکې منزل ته په رسیدو يي ترلاسه کوي
د ټي ایس ای د حکمنامې ترمخه، مسافر به د موبایل فون نه لوې الات د چیک ان بیگیج یا د هغه سامان سره جمع کوي چې جهاز ته يي د ځان سره نه وړلی بلکې منزل ته په رسیدو يي ترلاسه کوي

امریکي او برطانيي اعلان کړی دی چې د منځني ختیځ د شپږو هیوادونو څخه راتلونکو پروازونو باندې راتلونکي مسافر د ځان سره لیپ ټاپ کمپیوټرې او نور لوې الیکټرانکس الات نشي راوړلی.

د برطانيي د هدایت نامې ترمخه د ترکي، لبنان، اردن، مصر، تیونس او د سعودي عرب نه نیغ په نیغه پراوزونو باندې مسافر د ١٦ سیني میټر یا شپږ انچو نه اوږد او د درې انچو نه پلن یا پیړ الیکټرانک الات د ځان سره برطانيي ته نشي وړلی.

د برطانيي وزیراعظمې میرمن ټریسا می ترجمان خبریالانو ته وویل ددغه شپږ هیوادونو سره په پروازونو څه بندیز نه دی لگول شوي خو د الیکټرانک الاتو په اړه د نوي شرایطو پابندي به کوي. ترجمان زیاته کړه په لویو کمپیوټرو پابندي مسافرو د تحفظ په خاطر پرځای کړی شوي ده.

د امریکې د سفرد تحفظ ادارې یو ایس ټرانسپورټیشن سیفټي ایجنسي ټي ایس ای هم د نهې، سه شنبې، په ورځ د منځني ختیځ د ١٠ هیوادو څخه په پروازونو د موبایل ټیلي فون نه د لویو الیکټرانک الاتو د ځان سره په راوړلو پابندي ولگوله.

د ټي ایس ای د حکمنامې ترمخه، مسافر به د موبایل فون نه لوې الات د چیک ان بیگیج یا د هغه سامان سره جمع کوي چې جهاز ته يي د ځان سره نه وړلی بلکې منزل ته په رسیدو يي ترلاسه کوي.

ټي ایس ای په خپل یو بیان کې ویلي د الیکټرانک الاتو په اړه دا هدایت نامه يي د څه خاص دړکې په ځواب کې نه ده جاري کړي خو د موجوده حالاتو په تناظر کې دا اقدام کړی دی.

د منځني ختیځ د کومو هوايی اډو څخه په پروازونو چې د الیکټرانک الاتو پابندي لگول شوي نومونه يي دا دي: ملکه عالیه انټرنیشنل ایرپورټ، قاهره انټرنیشنل ایرپورټ، عطاترک انټرنیشنل ایرپورټ، شاه عبدالعزیز انټرنیشنل ایرپورټ، شاه خالد انټرنیشنل ایرپورټ، کویت انټرنیشنل ایرپورټ، محمد پنځم ایرپورټ، حماد انټرنیشنل ایرپورټ، دوبۍ انټرنیشنل ایرپورټ او ابودابي انټرنیشنل ایرپورټ.

هوايي کمپنو ته د نهې په ورځ د امریکې د هدایت نامې په اړه معلومات ورکړی شوي دي او ورته ویل شوي چې د جمعې په ورځ نه پرې عملداري شروع کړي.

د ایمیریټس ایرلاینز ترجمانې ایسوسي ایټډ پریس خبري ادارې ته ویلي د ټی ایس ای هدایت نامه يي ترلاسه کړې ده او کمپني به پرې عمل کوي.

ترکي ویلي امریکې نه به غوښتنه کوي چې په کمپیوټرو لگولي پابندي دې ختمه کړي.

د قطر هوايي کمپنۍ ویلي مسافر يي د نوي سفري بندیز نه خبر کړې دي او د قطر ایرویز په پروازونو مسافرو ته د کمپیوټرو وړلو اجازت نه ورکړی کیږي.

د مصر ایجپټ ایر ویلي د جمعې د ورځې نه به په نوي سفري بندیز عمل پیل کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG