لاس رسیدونکی لینک

جان کیري ترکي ته د مخالفینو په اړه د سختو گامونو اخیستلو پرضد خبرداری ورکړی


صدر اردوان ویلي په امریکا کې میشته ترک مذهبي مشر فتح الله گولین په بغاوت کې لاس لري

صدر اردوان ویلي په امریکا کې میشته ترک مذهبي مشر فتح الله گولین په بغاوت کې لاس لري

د امریکې خارجه وزیر جان کیري ویلي ددې خبرې تاید کووي چې په ترکي کې په ناکام بغاوت کې ککړو خلکو خلاف دې عدالتي کاروايي وکړی شي خو په هیواد کې د امن و امان پرځای کولو دپاره دې حکومت د ضرورت نه زیاته کاروايي و نه کړي.

د بیلیجیم سرښار برسلز کې د یورپين یونین خپلو همنصبانو سره د غونډې ورسته یوې خبري غونډې ته جان کیري وویل "مونږ د ترکي منتخب مشرانو سره څنگ په څنگ ولاړ یو خو مونږ ترکي د حکومت نه غوښتنه هم کوو چې په ټول هیواد کې دې ثبات او قراري پرځای کړي."

جان کیري وویل د ترکي حکومت دې جمهوري ادارو او د قانون عملدارۍ ته هم په اعلا ترینه کچه احترام وښايي. "مونږ یقیناً ددې خبرې حمایت کوو چې بغاوت راپارونکې دي انصاف ته راکښ کړی شي خو خبرداری کوو چې ددې نه پرته تلونکو اقداماتو نه دې ډډه وکړی شي،" جان کیري وویل.

د ترکي سرکاري خبري ادارې اندالو ویلي اته زره او اووه اویه افسران معتل کړی شوي دي او شپږ زره د عدليي او فوج غړي د جمعې په ورځ د ناکامه بغاوت راهسې گرفتار کړی شوي دي.

یورپین یونین د خارجه چارو مشرې فریډکا موگریني ویلي په ترکي کې د قانون د عملدارۍ تحفظ خپله د هیواد د تحفظ دپاره ضروري دی. میرمن موگریني دا خبرې د گل، دوشنبې، په ورځ په برسلز کې د یوې غونډې ورسته وکړې.

بلخوا، د ترکي صدر رجب طیب اردوان لوظ کړی چې هیواد به په ناکاما بغاوت کې د ککړو خلکو نه پاکوي. هغه وویل د حکومت په هره کچه کې موجود خلک به لرې کوي او د هغه په قول د جراثیم د لرې کولو دا دور به جاري وي.

د سرکاري مطبوعاتو د رپورټونو ترمخه، په نیول شوو کسانو کې د اردوان یو مرستیال هم شامل دی او د اردوان د مشر فوجي مرستیال کرنل علي یزیجي د گرفتارۍ احکامات هم جاري کړی شوي دي خو په سمدستي توگه دا نه ده معلومه چې کرنل یزیجي په بغاوت کې څه قسمه کردار لرلو.

په عین حال کې د امریکې خارجه وزیر جان کیري د ترکې په بغاوت کې د امریکې د لاس وهنې الزامات رد کړې دي.

صدر اردوان ویلي په امریکا کې میشته ترک مذهبي مشر فتح الله گولین په بغاوت کې لاس لري.

جان کیري د ترکي خارجه وزیر سره په ټیلي فون خبرې اترې کړې دي او ویلي يي دي چې په بغاوت کې د امریکې د ککړتیا په اړه خبرې د امریکې او ترکي تعلقاتو ته نقصان رسولی شي.

XS
SM
MD
LG