لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې خارجه وزیر په داعش خبرو اترو لپاره د ترکي وړمبی سفر کوي


امریکا او ترکي ژور سفارتي او پوځي تعلقات لري او د ترکی په خاوره د امریکې پوځي اډې هم موجود دي
امریکا او ترکي ژور سفارتي او پوځي تعلقات لري او د ترکی په خاوره د امریکې پوځي اډې هم موجود دي

ترکيې ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په لړ کې به له داعش څخه د سوریې د رقې ښار د نیولو لپاره پر راتلونکو پوځي عملیاتو خبرې وشي.

ټاکل شویده چې ریکس ټیلرسن به نن ترکي ته سفر وکړي او هلته به د جمهور ریس رجب طیب اردغان سره وګوري.

د واشنګټن او ترکیې ترمنځ د خبرو یوه بله موضوع به په سوریه کې د کردي یاغیانو پر سر وي چې دامهال د داعش په وړاندې جګړه کې یې امریکا ملاتړ کوي خو ترکیه یې له پي کې کې سره په اړیکو درلودلو تورنوي او ورسره مخالفت کوي.

د پي کې کې ډله په ترکیه کې د حکومت پرضد د یاغي ډلې په توګه جګړه کوي.

په اروپا کې د کرنیګې له انسټیټیوټ څخه سینان اولګین وايي چې ټیلرسن به له زیاتو فشارونو سره مخ شي.

" له سوریې سره په رښتیا هم چې یوشمیر جنجالي مسلې شته. د جمهور ریس په توګه د ډنالډ ټرمپ د کار له پیلېدو سره ترکیې هڅه کړې چې د امریکا په تصمیم نیونکو باندې خپله اغیز ولري او د سوريې د کردانو او امریکا ترمنځ اړیکې پرې کړي ځکه انقره وایې ددوي د ګټو په وړاندې بریدونه کوي نو ځکه غټه ستونزه همدا ده."

د امریکا جمهور ریس د کردي یاغیانو د ډلې څخه د خپل ملاتړ د دوام په اړه په رسمي توګه کومه پریکړه نه ده کړې خو له شک پرته دغه ډله د داعش په وړاندې جګړه کې د ملا د تیر حثیت لري.

څیړونکي پدې باور دي چې انقره کیدای شي له ټیلرسن څخه ضمانت واخلي چې د رقي له نیولو څخه ژر وروسته به کردي ځواکونه له ښاره وځي.

داسې ښکاري چې ټیلرسن به د ترکيې نارضایتي حل کړي ځکه هغه هغه تر دې مخکې په سوریه کې د خوندي سیمو یادونه کړې ترڅو سوریایي کډوال ورته بیرته وګرځي.

په ترکیه کې دامهال درې میلیونه سوریایي کډوال میشت دي.

یو پخوانی لوړ رتبه ترکي ډپلوماټ ایدین سلسن چې په سیمه او واشنګټن کې يې کار کړی وایي:

"د منځني وزن هیواد چې په ورته وخت کې د سیمې قدرت هم ګڼل کیږي یعنې ترکیه به خپله اجندا مخې ته کړي. انقره به په مهمو برخو کې د امریکا ملاتړ ته هم اړتیا ولري. اوس په امریکا کې نوې اداره ده نو ځکه په انقره کې ترې زیاته تمه کیدای شي."

د څیړونکو په اند د ټیلرسن به په سیمه کې د ایران د پراخیدونکې اغیزې او له روسیې سره د انقرې د اړیکو په اړه هم خبرې وکړي.

په ناټو کې هم دا چې ترکیه په کومې لوري درومي ژورې اندیښنې موجودې دي.

داسې اندیښنې شته چې انقره غواړي له روسیې سره په نږدې کیدو باندې له غربي متحدینو څخه په خپلو معاملو کې زیاته ګټه پورته واخلي خو ځینې څیړونکي یې د ترکيې په ګټه نه بولې او وایې چې کیدای شي له دې سره د ترکی او امریکې ترمنځ اړیکې بې خونده شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG