لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې ته د مهاجرت په اړه صدر ټرمپ نوي حکمنامه جاري کړه


د مهاجرت په اړه د صدر ټرمپ د حکمنامې خلاف د امریکې په گوټ گوټ کې مظاهرې شوي وې
د مهاجرت په اړه د صدر ټرمپ د حکمنامې خلاف د امریکې په گوټ گوټ کې مظاهرې شوي وې

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ هیواد ته د مهاجرت په اړه د گل، دوشنبې، په ورځ نوي حکمنامه جاري کړه چې پکې د دریو میاشتو دپاره د لیبیا، ایران، صومالیه، سوډان، شام او د یمن په خلکو امریکې ته په راتگ پابندي لگولې شوي ده.

په حکمنامه کې امریکې ته د مهاجرینو په راتگ د څلورو میاشتو بندیز لگول شوی دی.

د نوي حکمنامې نه د عراق نوم ویستل شوی دی. او شام څخه د مهاجرینو په راتگ په مکمله توگه پابندي لگول شوي ده.

په نوي حکمنامه به د مارچ د میاشت په ١٦ مه نیټه عملداري شروع کیږي.

ددې حکمنامې نه به هغه خلک نه متاثر کیږي چې د امریکې گرین کارډ یا په امریکا کې د مستقل وسیدو سند لري او یا هغه خلک چې د جنورۍ د میاشت د ٢٧ پورې ورته د امریکې ویزې ورکړی شوي دي.

په نوي حکمنامه کې مذهبي اقلیتونو ته په ترجیحي بنیاد د راتگ د اجازت ورکولو ټکی هم لرې کړی شوی دی چې ترې په شام کې د عیسايي مذهب سره تعلق لرونکو خلکو مطلب اخیستل کیدو.

صدر ټرمپ په خپل انتخابي مهم کې ویلي وو شام نه به د عیسايي مذهب منونکو ته امریکې ته د مهاجرت اجازت ورکوي.

صدر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ د میاشت په ٢٧ مه نټیه امریکې ته د راتگ په اړه یوه حکمنامه جاري کړه چې پکې د عراق، ایران، شام، یمن، شام، سوډان، صومالیه، لیبیا څخه د مهاجرینو او د عامو خلکو په راتگ پابندي لگول شوي وه.

خو په عدالتونو کې ددغه حکمنامې خلاف د مقدمو او د عدالتونو لخوا په دې عملداري ودرولو ورسته وایټ هاوس د گل، دوشنبې، په ورځ نوي حکمنامه جاري کړه.

د مهاجرت په اړه د صډر ټرمپ حکمنامه په ولس کې څه ډیر مقبولیت نه لري. تیره میاشت د پیو ریسچر سینټر د سروی یا نظر پوښتنې ترمخه، په سروی کې برخه اخیستونکو ٥٩ فیصد خلکو ددې مخالفت وکړو. ددې په حق کې د خلکو سره ٣٨ فیصد وه.

په امریکا کې میشته د مسلمانانو تنظیمونو د وړمبۍ حکمنامې مخالفت کړی و په دې دریځ چې په دې کې یوازې مسلمان هیوادونه په هدف کړی شوي دي. خو د ډپارټمنټ اف هوم لینډ سکیورټي یا ډي ایچ ایس یو چارواکې ددې خبرې تردید تکرار کړو او وې ویل "دا هیڅ شکل کې هم په مسلمانانو پابندي نه ده."

هم د گل په ورځ د وفاقي حکومت تحقیقاتي ادارې ایف بي ايي د ٣٠٠ داسې کسانو په باره کې د ترهگرۍ تحقیقات شروع کړی شوي دي چې امریکې ته د مهاجرینو په شکل کې راغلي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG