لاس رسیدونکی لینک

صدر ټرمپ: خپله وړمبۍ سرکاري دوره سعودي عرب ته کوم


د وایټ هاوس په روز کارډن، گلاب باغیچه، کې د نیشنل ډی اف پریئر یا د دعا د قامي ورځ په مناسبت د عیسايي او یهودي مذهبي مشرانو غونډې ته تقریر کې ډانلډ ټرمپ ویل د صدر په حیث د هیواد نه بهر خپل وړمبي سرکاري سفر به سعودي عرب ته کوي

په وایټ هاوس کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ صدر ډانلډ ټرمپ په غیر متوقع ډول اعلان وکړو چې د هیواد نه بهر خپله وړمبۍ دوره به سعودي عرب ته کوي چرته چې هغه وویل د نړۍ د گڼ شمیر اسلامي هیوادونو د سرمشرانو یوې په یوه غونډه کې به دې موضوع غور کولی شي چې په اسلام کې د تندوره نظریاتو مخه څه رنگ نیول کیدی شي.

امید دی چې صدر ټرمپ به د سعودي دغه دوره دا میاشت وکړي. د سعودي نه ورسته به امریکايي اسرائیل او بیا د عیسايانو مذهبي مشر پاپ فرانسس سره لیده کاته دپاره ویټیکن ته ورځي.

د وایټ هاوس په روز کارډن، گلاب باغیچه، کې د نیشنل ډی اف پریئر یا د دعا د قامي ورځ په مناسبت د عیسايي او یهودي مذهبي مشرانو غونډې ته تقریر کې ډانلډ ټرمپ ویل د صدر په حیث د هیواد نه بهر خپل وړمبي سرکاري سفر به سعودي عرب ته کوي.

صدر ټرمپ وایي برداشت د امن د بنیاد تیږه ده نو ځکه زه نن سحر زه په دې لوې او تاریخي اعلان کولو فخر محسوسوم او تاسو سره دا خبره شریکوم چې د امریکې د صدر په توگه ځما وړمبی خارجي سفر به سعودي عرب ته وي، بیا اسرائیل او بیا روم ته."

د عیسايي مذهب تر ټولو لوې مشر پاپ فرانسس په روم کې میشته دی.

صدر ټرمپ وویل سعودي عرب ته د دورې مقصد يي تندورۍ خلاف د اسلامي نړۍ سره د همکارۍ نوي شروعات کول دي چې دا رنگ د ترهگرۍ مخه ونیولی شي او د مسلمانانو نوي کل دپاره په خپلو هیوادونو کې منصفانه او پرامید اینده برابر کړی شي.

صدر ټرمپ وايي سعودي عرب د اسلام د دوو مقدس ترینو مقاماتو محافظ دی او هم دلته به مونږ د تندروۍ، ترهگرۍ او د تشدد مخه نیولو دپاره د خپلو مسلمان اتحادیانو سره د همکارۍ او د ملاتړ د نوي بنیادونو د جوړولو شروعات کوو.

په وایټ هاوس کې صدر ټرمپ پیش رو براک اوباما هم د صدارت په وړمبو ورځو کې د اسلامي نړۍ سره د امریکې د تعلقاتو بهتر کولو او د تندورۍ پرضد د اسلامی هیوادونو حمایت ترلاسه کولو په خاطر په کال ٢٠٠٩ کې د مصر په الاظهر یونیورسټۍ کې یو اهم تقریر کړی وو. په دغه تقریر کې براک اوباما اسلامي نړۍ ته ددې خبرې باور ورکولو کوښښ وکړو چې امریکا د اسلام سره نه بلکې د تندورۍ او د ترهگرۍ خلاف په جنگ کې ښکیل ده. هغه هم د همکارۍ او د ملگریتا خبره کوله.

او صدر ټرمپ هم د تندورۍ خلاف کوښښونو کې د اسلامي نړۍ سره د همکارۍ او په شریکه د کار خبره وکړه.

صدر ټرمپ وايي زمونږ کار دا نه دی چې چا ته دا املا ورکړو چې ژوند به څه رنگ تیروي بلکې زمونږ کار د ملگرو او د همکارانو یو اتحاد جوړول دي چې په جنگ ځپلې منځني ختیځ کې ترهگرۍ د ختمولو او د امن و امان راوستلو شریک هدف لري.

د دعا تقریب ته خپله وینا کې صدر ټرمپ وویل په امریکا کې دننه به چا سره د مذهب په بنیاد د تعصب کیدو اجازت ور نه کړي.

صدر ټرمپ وايي اوس به هیچ څوک پرې نږدي چې بل څوک د عقیدې په بنیاد په هدف کړي، وې ویروي او یا يي خاموشه کړي.

صدر ټرمپ په خارجی کچه د اسلامي نړۍ سره د همکارۍ او ملگرتیا خبره کوي خو د هیواد دننه د هغه د ځینې اقداماتو په نتیجه کې ځینې امریکايي مسلمانان د هغه نه څه ډیر خوشحاله نه ښکاري. هغه د مسلمانانو د اکثریت د شپږوهیوادونو نه امریکې ته د خلکو په راتگ د عارضي پابندي اعلان کړې ده. که څه هم عدالت د ډانلډ ټرمپ په دغه اعلان عملداري ځنډولې ده خو د مسلمانانو ټولنې او د دغه اقدام نور مخالفین وايي دې نه د مذهبي تعصب بوې راځي.

د ډانلډ ټرمپ د صدارت په چوکۍ د کښیناستو ورسته، گڼ شمیر اسلامي مرکزونو او جوماتونو ویلي د مذهب په بنیاد د حملو ښکار شوي دي. هم دغه رنگ د امریکا په مختلفو ریاستونو کې د یهودیانو په هادیرو کې په د قبرونو په بې حرمتۍ کې قطبې ماتې کړی شوي دي او د یهودیانو ځینې سکولو نو ته د حملو دړکې ورکړی شوي دي.

XS
SM
MD
LG