لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ډانلډ ټرمپ د خارجه تعلقاتو په اړه لوظونه او ترجیحات


هم دا میاشت صدر ټرمپ د ایران د بیلسټک مزایلو د یو تجربې ورسته په ایران نوي پابندۍ ولگلولې
هم دا میاشت صدر ټرمپ د ایران د بیلسټک مزایلو د یو تجربې ورسته په ایران نوي پابندۍ ولگلولې

صدارتي انتخاباتو دپاره په هلې ځلو کې ډانلډ ټرمپ د هیواد په خارجه پالیسۍ یا تگ لاره کې د بدولون لوظ کړی و. هغه روس او اسرائیل سره د نژدې تعلقاتو خبره کوله او د ایران او چین په اړه يي سخت دریځ خپل کړی و خو اوس داسې معلومیږي چې په خارجه کچه د ډانلډ ټرمپ توجه ددغه موضوعات څخه لرې شوي ده.

د سوگند پورته کولو ورسته د صدر په حیث خپل وړمبي تقریر کې ډانلډ ټرمپ په هغه اصول زور واچولو چې د هغه په وینا د امریکې د خارجه تگ لارې رهنمايي به کوي.

صدر ټرمپ وايي دد نن نه پس به په هره فیصله کې امریکا تر ټولو وړمبۍ ترجیح وي که دا فیصله په تجارت کې وي، که په ماصول لگولو کې وي او که په خارجه چارو کې.

د صدارت په وړمبۍ میاشت کې صدر ټرمپ د تیرو وختونو په روایاتو او نړي والو تعلقاتو کې د بدولون شروعات وکړل.

په ورستۍ ورځو کې ډانلډ ټرمپ د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو ته په وایټ هاوس کې هرکلی وویل او اسرائیل سره په هغه تعلقاتو کې يي نوی دور پیل کړو چې د صدر براک اوباما په وخت کې د تاوتریخوالی ښکار شوي وو.

د صدارتي انتخاباتو په جلسو کې ډانلډ ټرمپ لوظ کړی و چې په اسرائیل کې د امریکې سفارتخانه به د تل ابیب نه یروشلم ته منتقل کوي. هغه په غربي غاړه کې د اسرائیل په اباد کارۍ هم نرمه رویه خپله کړې وه. خو د صدارت سنبالولو ورسته هغه ویلي چې د امریکې سفارتخانه یروشلم ته په منتقلولو به غور کوي او په اسرائیل يي په غربي غاړه د اباد کاري د ځنډولو غږ کړی.

د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو سره مشترکه خبري کانفرنس کې صدر ټرمپ د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ په مسله د امریکې په دې دریځ کې بدولون هم څرگند کړو چې گني واشنگټن د اسرائیل او فلسطینیانو دپاره د دواو جدا ملکونو د قیام حمایت کوي.

ډانلډ ټرمپ وايي هغه هم دوه او هم یو ریاست ویني خو زیات غوره ورته صورتحال دی چې دواړه فریقین يي ځان دپاره خپله خوښ کړي.

صدر ټرمپ لوظ وکړو چې ایران به هیڅ کله هم ایټمي وسله ترلاسه کولو ته پری نږدي. هغه د کال ٢٠١٥ د ایران او د شپږو نړي والو قوتونو ترمنځ د ایران د ایټمي پروگرام په سر شوي معاهدې سخت مخالفت وکړو او وې ویل دا په حقیقت کې هم ډیره خرابه لوظنامه ده.

هم دا میاشت صدر ټرمپ د ایران د بیلسټک مزایلو د یو تجربې ورسته په ایران نوي پابندۍ ولگلولې.

صدر ټرمپ وايي هر ممکن کوښښ به کوي چې ایران هیچ چرې هم د ایټمي وسله د جوړولو صلاحیت ترلاسه نه کړی شي.

صدر ټرمپ په وار وار روس سره د تعلقاتو ښه کولو خبره کړې ده سره ددې چې روس د ایران سره نژدې تعلقات لري او د امریکې د کال ٢٠١٦ په صدارتي انتخاباتو کې پرې د لاس وهنې الزام هم لگول شوی دی.

صدارتي انتخاباتو دپاره په مهم کې ډانلډ ټرمپ به همیشه په چین تنقید کولو.

صدر ټرمپ وايي چین د اصولو پرواه نه کوي خو اوس وخت راغلی چې چین د اصولو پابندي وکړي.

صدر ټرمپ ویلي چین نه امریکې ته په راتلونکو وارداتو یا امپورټس به ټیکس لگوي او چین سره د تجارت په تگ لاره کې به بدولون کوي. خو اوس په دغه مسلو د صدر ټرمپ د حکومت په دریځ کې نرمي ښکاره کیږي.

صدر ټرمپ د تایوان په مسله د ون چاینه پالسیۍ احترام کوي خو د ساوت چاینا سي یا د جنوبي چین سمندر په پراخه سیمو د چین د ملکیت دعوو مخالفت يي جاري ساتلی دی. په ورستۍ ورځو کې د امریکې سمندري جنگي جهاز په ساوت چاینا سي کې د معمول عملیات شورو کړې دي.

په داسې مهال چې صدر ټرمپ د امریکا فرسټ یا د امریکې وړمبۍ د خپلې تگ لارې سرسړنې سموي، د نړۍ نور هیوادونه هم امریکې سره په خپلو تعلقاتو کې د ممکنه تبدیلۍ دپاره ځانونه تیاروي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG