لاس رسیدونکی لینک

واشنگټن پوسټ: امریکا به په افغانستان کې د طالبانو خلاف عملیات پراخ کړي


د امریکې د دفاع وزیر جیمز میټس په ورستیو کې د افغانستان د دورې په مهال د لوړ رتبه افغان مامورینو سره ولیدل

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ لوړ رتبه پوځي او د خارجه چارو سلاحکارانو په افغانستان کې د طالبانو مخه نیولو دپاره د نوي تگ لارې وړاندیز کړی دی چې پکې طالبانو خلاف د پوځي عملیاتو زیاتول بنیادي ټکی دی چې دا رنگ طالبان د مذاکراتو په میز کښیناستو ته مجبور شي.

دا خبره د امریکې وتلي ورځپاڼې واشنگټن پوسټ د افغانستان په اړه په خپل یو ورستي رپورټ کې کړې ده او وايي دا په افغانستان کې د تشدد د ختمولو او طالبانو د پیس قدمۍ مخه نیولو دپاره د صدر ټرمپ د تگ لارې برخه ده.

واشنگټن پوسټ چې د سرښار واشگنټن ډي سي نه شائع کیږي لیکي چې صدر ټرمپ مجوزه نوي تگ لاره په حتمې ډول لا نه ده منظوره کړې خو امید دی چې د مۍ د میاشت په ٢٥ مه نیټه په برسلز کې د نیټو د سر مشرانو غونډې ته د تگ نه وړاندې پرې فیصله وکړي.

افغانستان په اړه د صدر ټرمپ د تگ لارې باندې د واشنگټن پوسټ په رپورټ د وي او ای ډیوه خبریال شعیب زاده رپورټ تیار کړی دلته يي اوریدی شئ

XS
SM
MD
LG