لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني طالبان امریکې د ترهگرو په فهرست کې شته، افغان طالبان ولې نشته؟


افغان طالبان
افغان طالبان

د پاکستان وسله واله ډله تحریک طالبان پاکستان او د افغانستان وسله واله ډله طالبان دواړه ځانمرگي بم چاودنې کوي چې په گڼه شمیره کې پکې ملکي کسان وژل شي او د دواړو طرز عمل د ترهگر تنظیمونو په ډول دی.

د پاکستان دغه وسله واله ډله او هم د افغانستان وسله وال ځان ته طالبان وايي خو د امریکې د خارجه وزارت په فهرست باندې تحریک طالبان پاکستان یو ترهگر تنظیم ټاکل شوی دی خو د افغانستان طالبان په دغه فهرست کې نشته.

که د امریکې د نظر نه ورته وکتلی شي نو د افغانستان طالبان یوه باغي ډله ده چې د هیواد گڼې سیمي يي نویلې دي خو تحریک طالبان پاکستان د ترهگرۍ پرته بل هیڅ نه دي هدف نه لري.

د وايس اف امریکا د انگریزۍ څانگې خبریال مسعود فریور خپل یو رپورټ کې لیکي د امریکې د ترهگرو په فهرست کې د افغان طالبانو د نشت والي په شا سیاسي مضمرات کیدی شي گني نو دغه ډله هم د ترهگرو ټاکیدو شرایط پوره کوی.

هر هغه تنظیم چې د امریکي هیواد او یا د امریکي شهریانو امنیت ته خطر راولاړ کړي، د امریکې سټیټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت يي ترهگر ډله ټاکلی شي. افغان طالبان دا شرایط پوره کوي.

خو څیړونکې وايي سیاسي مصلحت طالبان د امریکې ددغه فهرست نه لرې ساتلي دي. په دغه فهرست د نړۍ د ٦١ تنظیمونو نومونه موجود دي چې پکې داعش او د فلسطینیانو حماس ډله هم شامله ده. طالبان تراوسه ځکه هم ددغه فهرست نه بهر دي چې که چرې نوم يي پکې شامل کړی شي نو امریکا په سفارتي کچه بیا د طالبانو سره څه رابطه نشي کولی او دا رنگ امن دپاره په خبرو اترو کې پیچیدگي راپیدا کیدی شي.

"په دې کې هیڅ شک نشته چې طالبان وخت په وخت په ملکي خلکو حملې کوي او دا حادثاتي نه وي او هم دا د ترهگرۍ تشریح ده،" دا خبره جیمز ډابنز کوي. ډابنز د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکې خصوصي استازی پاتې شوی دی. هغه وايي "اوس پوښتنه دا ده چې آیا (طالبانو خلاف) ددې اقدام اخیستلو به خپل مقصد ترلاسه کړی وو او که نا؟"

په داسې حال کې چې د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت داعش خلاف د کوښښونو زیاتولو خبره کوي په افغانستان کې د جنگ په تگ لاره هم بحث کیږي.

دا میاشت د وي او ای سره په خصوصي مرکه کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرل جان نکلسن نه پوښتنه وشوه چې طالبان ولې ترهگر ډله نه ټاکل کیږي، نو هغه وویل دا د حکومت دپاره اهمه موضوع ده او په راتلونکي وخت کې به پرې غور کولی شي.

که څه جنرل نکلسن دا په ډاگه نکره چې آیا طالبانو د ترهگر ټاکل کیدو ملاتړ کوي او که نا؟ خو وې ویل طالبان د ترهگرۍ او لکه د حقاني ډلې او د القاعده مرسته کوي.

سټیټ ډپارټمنټ نه پوښتنه وشوه چې آیا د طالبانو نوم د ترهگرۍ په خپل فهرست کې په شاملولو غور کول شي؟ د وزارت ترجمانې وویل په کال کې ٢٠٠٢ په یوه حکمنامه کې طالبانو ته په نړي واله کچه د ترهگرۍ مرستیالان ویل شوي دي او وړاندیز شوی دی د سفري بندیز په لړ کې دې ترهگر تنظیم وټاکل شي.

جیمز ډابنز وايي طالبانو سره د سیاسي روغې جوړې خواهش مند افغان حکومتونو هم په د ترهگرو په فهرست کې د طالبانو د شاملول کیدو په کلکه غوښتنه نه ده کړي. جیمز ډابنز د کال ٢٠٠١ م د هغه کوښښونو مشري کړې ده چې په نتیجه کې په بون، جرمني کې، د طالبانو د واک نسکوریدو ورسته افغان حکومت قایم کړی شو.

د افغان صدر اشرف غني ترجمان ویلي دداسې څه تجویز په اړه ورسره معلومات نشته چې غواړي دې طالبان ترهگر ټاکل شي.

د جمیز ټاون ادارې څیړونکی مایکل راین وايي طالبانو د ترهگر ټاکل کیدو به د جنگ په میدان گټه لږه وه خو د صدر ټرمپ د حکومت دپاره به يي هغه حکومتونو فشار اچول اسانولی شو چې د طالبانو ملاتړ کوي. امریکايي مامورین د ډیر وخت راهسې دا خبره کوي چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي خو اسلام اباد يي تردید کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG