د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ نن د جمعې په ورځ په وړمبي رسمي سفر سعودي عرب ته تلونکی دی. هغه به د سعودي باچا شاه سلمان سره لیده کاته کوي او په ریاض کې به د ترهگرۍ خلاف د گڼ شمیر اسلامي هیوادونو د سر مشرانو یوې غونډې ته وینا کوي.
رپورټونه وايي ریاض کې د صدر ټرمپ لپاره د تود هرکلي انتظام شوی دی.
بیروت نه د خپل خبریال په رپورټ کې د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي سعودي عرب صدر ټرمپ دپاره د شاهانه هرکلي بندوبست کړی دی، ددې باوجود چې خپل انتخابي کمیشن کې به ډانلډ ټرمپ د سعوي عرب په اړه سپورې سغې خبرې کولې.
د سرښار ریاض په لارو کوڅو کې د امریکې او د سعودي عرب بیروغونه لگول شوي دي او د امریکايي صدر دپاره گڼ شمیر مصروفیات ترتیب شوي دي.
ورځپاڼه وايي په دغه مصروفیاتو کې به نه یوازې صدر ټرمپ د سعودي باچا شاه سلمان سره لږ تر لږه درې وارې لیده کاته کوي بلکې د سعودي، بهرین، عمان، قطر او د متحد عرب اماراتو د سر مشرانو په غونډه کې به شرکت کوي او د اسلامي نړۍ د ٥٠ نه زیاتو مشرانو او استازو په غونډه کې هم گډون کوي.
نیویارک ټایمزد سعودي عرب د خارجه وزارت ترجمان اوسامه نوگالي له قوله وايي ډانلډ ټرمپ به د ٣٧ اسلامي ریاستونو د صدرانو او وزیراعظمانو سره ویني چې پکې د پاکستان وزیراعظم نوازشریف او د افغانستان صدر اشرف غني هم شامل دي.
د صدر ټرمپ سره غونډه کې شرکت کونکو میلمنون په فهرست کې د سعودي روایتي حریف د ایران صدر حسن روحاني او د شام صدر بشارالاسد نه دي شامل. د امریکې په رنگ سعودي عرب هم په هغه هیوادنو کې شامل دی چې د بشارالاسد حکومت خلاف په جنگ کې د ښکیل باغیانو مرسته کوي.
شیعه ایران د سعودي عرب په مشرۍ کې ترهگرۍ خلاف د اسلامي او د سني اکثریت هیوادونو د فوجي اتحاد په قیام تحفظات لري. ددغه اتحاد مشر به د پاکستان د فوج پخوانی مشر جنرل راحیل شریف وي.
ایران، ترهگرۍ او دداعش خلاف جنگ سعودي عرب د امریکې سره خپل مشترکه هدف گڼي. د سعودي عرب خارجه وزیر عادل الجبیر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل د ایران مخه نیول، د ترهگرۍ نوغی ویستل او خپل روایتي تعلقات نور پراخول هغه موضوعات دي چې ریاض او واشنگټن پرې مکمل اتفاق لري.
د تیلو به دولت سنبال سعودي عرب خپل فوجي او د امنیت ضرورتونه پوره کولو دپاره امرېکې ته اړتیا لري. او نیویارک ټایمز وايي د صدر ټرمپ حکومت سره تعلقات ښه ساتلو دپاره سعودي مامورینو د اسلام په اړه د ډانلډ ټرمپ منفي خبرې په شا کړې دي او په دې خبره زور اچوي چې سعودي عرب امرېکې سره د استخباراتي معلوماتو په شریکولو کې همکاري او د امریکې نه د اربونو ډالرو د وسلې خریداري کوي.
د امریکې پخواني صدر براک اوباما په وخت کې د ریاض او واشنگټن تعلقات څه ډیر ښه نه وو. نیویارک ټایمز وايي ددې په وجوهاتو کې د مصر پخواني حسني مبارک خلاف د بغاوت په حال کې د صدر اوباما حمایت نه کول، د شام په کړکیچ کې د امریکې نیغ په نیغه مداخلت نه کول او ایران سره ایټمي معاهده لوې عوامل دي.
تیر کال چې براک اوباما د خپل صدارت په دویم دور کې د سعودي عرب په دوره ریاض ته ورسیدو نو د سعودي مامورینو یوې وړې ډلې يي په هوايي اډه هرکلی وکړو او د هرکلي دغه دستوره د سعودي عرب په سرکاري ټیلي وژن هم وونه ښودلی شوه.