لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: ترهگرۍ او تندورۍ خلاف جنگ نیکۍ او د بدۍ ترمنځ جگړه ده


 په ریاض کې د اسلامي، عرب هیوادونو او د امرېکې د سر مشرانو غونډې پرانسته ې د قران پاک د تلاوت نه وشوه. په تالار کې د اسلامي هیوادونو بیرغونه لگیدلي وو. شاه سلمان په جدا میز او صدر ډانلډ ټرمپ په جدا میز ناست و
په ریاض کې د اسلامي، عرب هیوادونو او د امرېکې د سر مشرانو غونډې پرانسته ې د قران پاک د تلاوت نه وشوه. په تالار کې د اسلامي هیوادونو بیرغونه لگیدلي وو. شاه سلمان په جدا میز او صدر ډانلډ ټرمپ په جدا میز ناست و

د سعودي عرب سرښار ریاض کې د اسلامي هیوادونو د سرمشرانو یوې تاریخي غونډې ته وینا کې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په اسلامۍ نړۍ غږ وکړو چې د تندروۍ او د ترهگرۍ خلاف دې یو موټي شي او دا چې د ترهگرۍ خلاف جنگ د کوم تهذیب یا د کوم مذهب خلاف نه بلکې د نیکۍ او د بدۍ ترمنځ جگړه ده.

د "عرب اسلامک امریکن سمټ" په نوم د امریکې، عرب او د اسلامي هیوادونو غونډې پرانسته د سعودي عرب باچا شاه سلمان وکړه او صدر ټرمپ ته دا باور ورکړو چې د ترهگرۍ خلاف به په اشتراک کوښښونه کوي.

د سعودي باچا د وینا یو اهم ټکی د ایران په کردار سخت تنقید و. هغه په ایران په سیمه کې د ترهگرۍ او د نورو هیوادونو په داخلي چارو کې د مداخلت الزام ولگولو او وې ویل ایران لکه د حزب الله ډلې د تندوره تنظیمونو ملاتړ کوي.

سعودي باچا خپله وینا کې د ترهگرۍ خلاف د اسلامي هیوادونو د پوځي ائتلاف د قیام اعلان هم وکړو. د ائتلاف مشري د پاکستان پخواني پوځي مشر جنرل راحیل شریف ته ورکړی شوي ده.

په خپله وینا کې ډانلډ ټرمپ وویل د تندورۍ او ترهگرۍ خلاف کوښښونه د کوم مذهب یا د کومې عقیدې خلاف جنگ نه دی بلکې دا د "نیکۍ او د بدۍ" ترمنځ جگړه ده.

صدر ټرمپ وویل امریکا یو خپل واکه هیواد دی او وړمبۍ ترجیح يي د خپلو شهریانو تحفظ دی.

هغه وویل امریکا چا ته ظ نه کوي. "مونږ نورو خلکو ته دا نه وایو چې څه رنگ ژوند دې وکړي، څه وکړي، څه پیژندگلو دې ولري او یا دې عبادت په څه ډول وکړي. ددې پرځای د مشترکه مفاداتو او اقدارو په بنیاد د ښه اینده په تکل کې مونږ د همکارۍ وړاندیز کوو،" صدر ټرمپ وویل.

هغه وویل هر ځل چې یو ترهگر یو بې گناه تن ووژني او په غلطه د الله نوم واخلي نو د هرې عقیدې منونکی تن دې دا د ځان لپاره د بې احترامۍ سبب ووگڼي.

"ترهگري د دنیا په گوټ گوټ کې خوره شوي ده. خو د امن لاره هم ددې ځای نه، په دې قدیمې خاورې او په دې مقدسه ځمکه شروع کیږي،" هغه زیاته کړه.

خپل انتخابي کمیپن کې ډانلډ ټرمپ به وویل اسلام د "زمونږ نه نفرت" کوي.

سعودی عرب ته د صدر ډانلډ ټرمپ د دورې په مهال دواړو هیوادونو اهمې دفاعي معادې لاس لیک کړې دي.

د خالي، شنبې، په ورځ سعودي باچا شاه سلمان او صدر ډانلډ ټرمپ د ١١٠ ارب ډالرو مالیت لوظنامه لاس لیک کړه چې ترمخه به يي امریکا د سعودي عرب امنیت او پوځي صلاحیت زیاتوي.

د دواړو هیوادونو ترمنځ د دویمې پوځي معاهدې مالیت ٣٥٠ ارب ډالر دی چې د راتلونکو ١٠ کلونو پورې به سعودي عرب د امریکا نه پوځي سازاو سامان او پوځي خدمات ترلاسه کوي.

وایټ هاوس سعودي عرب سره دفاعي معاهدو هرکلی کړی دی او ویلي يي دي ددې په نتیجه کې به په امریکا کې په زرگونو خلک د کار روزگار موقعې ترلاسه کړي.

په دفاعي معاهدو کې د شپږ ارب ډالرو مالیت یوه لوظنامه هم شامله ده چې ترمخه به يي د امریکې بلیک هاک نومې هیلې کاپټرې په سعودي عرب کې جوړول کیږي او ۴٥٠ خلک به د روزگار ترلاسه کړي.

په ریاض کې د اسلامي، عرب هیوادونو او د امرېکې د سر مشرانو غونډې پرانسته ې د قران پاک د تلاوت نه وشوه. په تالار کې د اسلامي هیوادونو بیرغونه لگیدلي وو. شاه سلمان په جدا میز او صدر ډانلډ ټرمپ په جدا میز ناست و.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG