لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پینټگان مشر: ایران پرضد به امریکا د سعودي عرب ملاتړ جاري ساتي


سعودي مامورینو سره د خبرو اترو ورسته، جم میټس خبریالانو ته وویل په سیمه کې د ایران هلې ځلې امریکې د سترگو د لاندې دي چې پکې حزب الله ډلې اود شام صدر بشارالسد سره د تهران ملاتړ هم شامل دی
سعودي مامورینو سره د خبرو اترو ورسته، جم میټس خبریالانو ته وویل په سیمه کې د ایران هلې ځلې امریکې د سترگو د لاندې دي چې پکې حزب الله ډلې اود شام صدر بشارالسد سره د تهران ملاتړ هم شامل دی

د امریکې د دفاع وزیر جم میټس د سعودي عرب دوره کړې ده او سعودي باچا شاه سلمان او خپل سعودي هم منصب شهزاده محمد بن سلمان سره يي په لیده کاته کې د سیمې په حالاتو او د ایران په کردار خبرې اترې کړي دي.

د شورو، چارشنبې، په ورځ جم میټس سعودي باچا شاه سلمان او خپل سعودي سیال شهزاده محمد بن سلمان سره ولیدل.

د سعودي مشرانو سره په خبرو اترو کې جم میټس د "ایران د ورانکارۍ" پر ضد د سعودي عربستان د کردار په اهمیت زور واچولو.

"مونږ ددې سیمې نه نه ځو...د سعودي مضبوط پوځ، مضبوطې امینیتي ادارې او خفیه ادارې زمونږ په مفاد کې دي،" جم میټس سعودي مشرانو سره د لیده کاته ورسته خبریالانو ته وویل.

د جم میټس د سعودي عرب د دورې نه یوه میاشت وړاندې، شهزاده محمد بن سلمان په واشنگټن کې صدر ډانلډ ټرمپ سره ملات کړی. دواړو رهبرانو په دې خبره اتفاق وکړو چې سیمه کې د ایران د بې ثباتي رارپارونکي سرگرمو دې مخه ونیولی شي.

سعودي مامورینو سره د خبرو اترو ورسته، جم میټس خبریالانو ته وویل په سیمه کې د ایران هلې ځلې امریکې د سترگو د لاندې دي چې پکې حزب الله ډلې اود شام صدر بشارالسد سره د تهران ملاتړ هم شامل دی.

جم میټس د سعودي عرب سفر په داسې وخت کړی دی چې ایران د عدن سمندر ته خپل دوه سمندري جنگي جهازونه لیږلې دي.

ایراني مامورین وايي جنگي بیړۍ يي سیمه کې امنیت دپاره پرځای کړې دي خو امریکا چارواکی وايي په سیمه کې د ایران د سمندري ځواکونو په سرگرمو کې د اضافې له امله په خطا کې نښتې هم پیل کیدی شي.

د منځني ختیځ په سفر سعودي عرب د پینټگان د مشر وړمبی پړاو و. ددې ورسته به جم میټس مصر، قطر او اسرائیل ته ورځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG