لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا طالبانو سره د روسیې په مرستو اندېښنه وښوده


د کابل په دوره، جم میټس افغان پوځي او حکومتي مامورینو سره ولیدل
د کابل په دوره، جم میټس افغان پوځي او حکومتي مامورینو سره ولیدل

لوړ رتبه امریکايي چارواکو یوځل بیا اندېښنه څرګنده کړه چې روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي.

دغه خبرې د امریکا ددفاع وزیر جیم ماټیس کابل ته په خپل یوه ناڅاپي سفر پرمهال وکړې. ماټیس زیاته کړه چې روسیه د جنوبي اسیا پدغه جګړه ځپلي هیواد کې له امریکا سره سټراټیژیکه سیالي کوي.

ښاغلي مټیس په کابل کې په خبري کنفرانس کې وویل چې امریکا د روسیې سره دیپلوماتیکي ګډ کار کوي خو که " روسیه د نړیوالو قوانینو نه سرغړاونه وکړي او یا نورو هیوادونو ته د خودمختارۍ نه انکار وکړي، نو په مقابل کې به یې ودریږي."

جیم مټیس وویل هغه وسلې چې "د بهرنیو هیوادونو نه طالبانو ته راځي، د نړیوالو قوانینو نه سرغړاونه ده. "


همدارنګه په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو امریکايي قومندان جنرال نیکولسن وايي چې اوس هم مونږ ته دغه ډول راپورونه راځي چې ګواکې روسیه له طالبانو سره مرسته کوي.

ماټیس په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني، اجرایه ریس ډاکټر عبدالله او یوشمیر نورو لوړ رتبه پوځي چارواکو سره خبرې کړیدي.

جیم مټیس پدې سفر کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د څلورکلن امنیتي پلان په اړه هم خبرې کوي. پدې پلان کې د امریکا نه یوه غوښتنه داده چې شاوخوا ۲۰۰ هیلي کوپترې د افغانستان هوايي قواو ته ورکړل شي.

خو یو امریکايي مقام امریکاغږ ته وویل چې پنتګان/دفاع وزارت د سپینې ماڼۍ او کانګرس سره غور کوي چې د افغانستان په اړه د ټرمپ د حکومت پالیسې تکمیله کړي او ترهغې پورې کومه نهايي پریکړه نشي اعلانولي

په همدې حال کې د امریکا د پوځ یو جګپوړي چارواکي په کابل کې خبریالانو ته ویلي دي چې روسیه طالبانو ته ماشیندار او د متوسط وزن لرونکي وسلې ورکوي.

دغه امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط خبریالانو ته استخباراتي معلومات ورکول او ویلي یي دي چې طالبانو د دغو وسلو نه د هلمند، کندهار او ارزګان په ولایتونو کې کار اخلي.

روسیه بیا طالبانو ته د وسلو ورکول نه مني او وایي د هغوي سره یې اړیکې یوازې د دې لپاره دي چې د افغانستان د حکومت سره یې خبرو ته وهڅوي او خپلې امنیتي ګټې خوندي کړي.

روسیه همدارنګه کوښښ کوي د طالبانو په هغو مشرانو دې نړیوال بندیزونه لیرې شي چې همکاري کول غواړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG