لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر پوټن شام په اړه د امریکايي تجویز حمایت کړی


د امریکې صدر براک اوباما غږ کړی چې صدر بشارالالسد دې په فوري توگه د حکومت نه لرې شي خو سي این این سره مرکه کې صدر پوټن وویل دغه غوښتنه یو نه ترلاسه کیدونکی هدف دی. هغه وویل د صدر بشارالالسد د واک نه لري کول د شام د کړکیچ د هواري لاره نه ده
د امریکې صدر براک اوباما غږ کړی چې صدر بشارالالسد دې په فوري توگه د حکومت نه لرې شي خو سي این این سره مرکه کې صدر پوټن وویل دغه غوښتنه یو نه ترلاسه کیدونکی هدف دی. هغه وویل د صدر بشارالالسد د واک نه لري کول د شام د کړکیچ د هواري لاره نه ده

د روس صدر ولادیمیر پوټن ویلي د شام په حکومت کې د حزب اختلاف استازو ته د نمایندگي ورکولو په باره کې د امریکې د تجویز حمایت کوي خو ددې خبرې ډله نه کوي چې صدر بشارالالسد دې د خپلې چوکۍ نه لرې کړی شي.

د امریکې سي این این ټیلي وژن سره په خصوصي مرکه کې صدر پوټن وویل په شام کې د جمهوریت یقیني کولو دپاره ضرورت ددې خبرې دی چې د هیواد نوی آئین دې جوړ کړی شي او بیا ددغه ائین دلاندې د حکومت په هره سطحه دې انتخابات وکړی شي.

صدر پوټن وویل د امریکې تجویز د قبلولو وړ دی خو د شام د کړکیچ حل دې د موجود حقیقتونو په موجودگۍ کې راویستلی شي.

د امریکې صدر براک اوباما غږ کړی چې صدر بشارالالسد دې په فوري توگه د حکومت نه لرې شي خو سي این این سره مرکه کې صدر پوټن وویل دغه غوښتنه یو نه ترلاسه کیدونکی هدف دی. هغه وویل د صدر بشارالالسد د واک نه لري کول د شام د کړکیچ د هواري لاره نه ده.

سي این این سره مرکه کې صدر پوټن په امریکا کې د کیدونکو صدارتي انتخاباتو په اړه هم خبرې اترې وکړې. هغه وویل څوک هم د امریکې د نوي صدر په توگه منتخب شي هغه به ورسر کارکولو ته تیار وي.

د ریپبلیکن پارټۍ لخوا د ممکنه صدارتي امیدوار ډونلډ ټرمپ په اړه صدر پوټن وویل هغه یو "روښانه" تن دی. صدر پوټن وویل هغه د روس او امریکې ترمنځ د تعلقاتو بهتر کولو دپاره د ډونلډ ټرمپ د وینا حمایت کوي.

د واک من ډیموکریټک پارټۍ ممکنه امیدوارې هیلرې کلنټن په اړه صدر پوټن د څه ویلو نه ډډه وکړه او وی ویل د هغې سره په مستقیم ډول يي د کار کولو موقع نه ترلاسه کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG