لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان یتیم خانې سره د "پرنس" په گمنامۍ کې د کومک قیصه


پرنس تیره میاشت د ٥٧ کلونو په عمر کې مړشوی دی. تر مرگه پورې يی په کابل کې د پارسا نومې خیراتي ادارې په انتظام چلیدونکې یتیم خانې سره کومک کولو. په دغه یتیم خانه کې هلکان او جینکۍ ژوند تیروي او تربیه ترلاسه کوي.
پرنس تیره میاشت د ٥٧ کلونو په عمر کې مړشوی دی. تر مرگه پورې يی په کابل کې د پارسا نومې خیراتي ادارې په انتظام چلیدونکې یتیم خانې سره کومک کولو. په دغه یتیم خانه کې هلکان او جینکۍ ژوند تیروي او تربیه ترلاسه کوي.

دامریکې د پاپ موسیقۍ په عظیم ترین نومونو کې شامل سندر غاړي او موسیقار پرنس د تیرو شپږ کلونو راهسې د افغانستان په سرښار کابل کې د یوې یتیم خانې سره په گمنامۍ کې مالي مرسته کوله.

پرنس تیره میاشت د ٥٧ کلونو په عمر کې مړشوی دی. تر مرگه پورې يی په کابل کې د پارسا نومې خیراتي ادارې په انتظام چلیدونکې یتیم خانې سره کومک کولو. په دغه یتیم خانه کې هلکان او جینکۍ ژوند تیروي او تربیه ترلاسه کوي.

ددې نه وړاندې یتیم خانې سره د پرنس د مالي امداد د خبرې نه څوک هم نه وو خبر.

"مونږ د ١٥٠٠٠ ډالرو چیک ترلاسه کړو،" د پارسا مشري میرین گوسټاوسن وي او ای ته کابل کې وویل. "ددې دلاسه مونږ وکړی شول چې د خپل عملې او ماشومانو دپاره داسې ځائې جوړ کړو چرته چې ماشومانو د پنځو ورځو دپاره رایوځائې کیدی شي، د سکاوټ د کیمپ کارونه او نورې سرگرمیانې ترسره کړي، چې مونږ یو مرکز ولرو."

میرمن میرین وايي د پرسن د مرستې په نتیجه کې د پارسا د سکاوټنگ په پروگرام کې د ماشومانو شمیره ٣٠ نه تر د ٢٠٠٠ پورې زیاته کړی شوه. میرین وايي پرنس ترمرگه پورې هرکال یتیم خانې ته ٦٠٠٠٠ ډالرې رالیږلې.

میرین وايي پرنس خپل امدادي کار په راز کې ساتلی و. "څه رنگ چې د هغه شخصیت و، هغه نه غوښتل چې خلک دې هغه د خیراتي کار نه خبر شي."

"دا د هغه راز و. زه ځکه دا خبره اوس کوم چې خلک يي ور احترام ورکړي،" میرین گوسناوسن وايي.

سکاوټنگ په افغانستان کې اوږد تاریخ لري چې بنیاد يي پخواني باچه نادرخان په کال ١٩٣١ کې ایښودی و خو په هیواد کې د روسي مداخلت او بیا طالبانو په واک کې د راتلو د سکاوټنگ تحریک نژد ناپید شو.

د پارسا تنظیم د سکاوټنگ په پروگرام کې زیاتره یتیمانان ماشومان شامل دي چې په ١۴ ولایتونو کې ١٨٠٠ ځوانان رکنیت لري. د ادارې د پروگرام هدف ځوانان ترهگرو د منگولو نه محفوظ ساتل دي.

"کله چې هغه ژوندی و نو مونږ د هغه د کومک نه وو خبر،" افغانستان د ځوانانو د چارو نائب وزیر کمال سادات یتیم خانې سره د پرنس د امداد په باره کې وايي. "مونږ هغه د مرگ نه ورسته خبر شو. مونږ د هغه په مرگ خفگان کوو. مونږ د هغه شکریه ادا کوو. خدائی دې وکړي چې په نړۍ کې د هغه په رنگ نور خلک هم پیدا شي."

پرنس چې د نوم معنا يي شهزاده دی، د اپریل په ٢١ مه نیټه د امریکې په مینیاپلس ریاست کې په خپله سټوډیو کې ومړ. هغه د ١٩٧٠ په لسیزه کې لکه چې د امریکې په پاپ موسیقۍ کې انقلاب راوستلو او ویل چې د پاپ موسیقۍ داسې کوم صنف نه و چې هغه پکې کمال نه و کړی. د هغه فن په پیرزونو وړاندې کولو کې صدر براک اوباما وویل د موسیقۍ په هر اړخ او هرڅوک په متاثر کولو کې پرنس ثاني نه لرلو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG