لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مهاجرت په اړه د صدر ټرمپ په حکمنامه د مقدمې اورونه


د هیواد په ومختلفو هوايي اډو د حکمنامې پرضد احتجاجونه وشول او امریکې ته راتلونکې په گڼه شمیره کې خلک چې زیاتره د مسلمان هیوادونو څخه وو د گډوډۍ ښکار شو
د هیواد په ومختلفو هوايي اډو د حکمنامې پرضد احتجاجونه وشول او امریکې ته راتلونکې په گڼه شمیره کې خلک چې زیاتره د مسلمان هیوادونو څخه وو د گډوډۍ ښکار شو

د مهاجرت په اړه د صدر ډانلډ ټرمپ په نوي حکمنانه د شورو، چارشنبې، په ورځ د امریکې په میري لینډ، هوايي او واشنگټن ریاستونو کې وفاقي عدالتونه د مقدمو اورونه کیدونکي دي.

ټاکل شوي ده چې په نوي حکمنامه به د مارچ د ١٦ مې نیټې نه عملداري شروع کیږي.

صدر ټرمپ امریکې ته د مهاجرت په اړه خپله وړمبۍ حکمنامه د جنورۍ د میاشت په ٢٧ مه نیټه جاري کړه چې پکې د شام، عراق، لیبیا، سوډان، صومالیه، یمن او ایران نه امریکې ته د عامو خلکو او مهاجرینو په رانگ پابندي لگول شوي وه.

نوي حکمنامه چې د مارچ په ٦ مه نیټه اعلان شوي چې پکې د عراق نوم لرې کړی شوی خو د ایران، لیبیا، سوډان، صومالیه، شام او یمن خلکو دپاره په ویزو کې د ٩٠ ورځو پابندي لگول شوي او ددغه هیوادونو څخه د کډوالو امریکې ته په رانگ د ١٢٠ ورځو بندیز لگول شوی.

د انساني حقونو تنظیومونو او په امریکا کې میشت د مسلمانانو ټولنو د صدر ټرمپ د حکمنامې خلاف وکړو او عدالتونو کې پرې مقدمې پیل کړی شوې. د هیواد په ومختلفو هوايي اډو د حکمنامې پرضد احتجاجونه وشول او امریکې ته راتلونکې په گڼه شمیره کې خلک چې زیاتره د مسلمان هیوادونو څخه وو د گډوډۍ ښکار شو. ځینې پکې امینتي ادارو په هوايي اډو ایسار کړي هم وو چې بیا ورته د تگ اجازت ورکړی شو.

تیره میاشت د اپیلونو دریو وفاقي عدالتونو د واشنگټن ریاست د یو عدالت هغه فیصله پرځای وساتله چې د صدر ټرمپ په وړمبۍ حکمنامه باندې يي عملداري ځنډولې وه.

د مارچ په ٦ مه نیټه د صدر ټرمپ د نوي حکمنامې مقصد دا وو چې په عدالتونو کې به د مقدمو سره مخامخ نشي خو ددې برعکس هوايي، میري لینډ او واشنگټن ریاستونو د حکمنامه هم چیلنج کړه.

خپله صدر ټرمپ او د حکومت نورو مامورینو ویلي امریکې ته د راتگ او مهاجرت په اړه د اقداماتو مقصد د هیواد امنیتي یقیني کول دي نه چې مسلمانان په هدف کول او یا د مذهب په بنیاد د چا سره تعصب کول.

خو د حکمنامې مخالفین - چې ترې به د شپږ اکثریتي مسلمان هیوادونو خلک او کډوال چې هم زیاتره مسلمانان دي متاثر کیږي – دا دریځ لري دویمه حکمنامه هم لکه د وړمبۍ حکمنامې د مذهب په بنیاد تعصب کوي او غیر آئیني ده، او وايي عدالتونو کې به ددې پرضد مقدمې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG