لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پولیو ویکسین وړمبۍ ازموینه نیمه صدۍ وړاندې په امریکا کې شوي وه


په کال ١٩٥۴ کې د اپریل د میاشت په ٢٦ مه نیټه په امریکا کې د پولیو خلاف ویکسین ازموینه وشوه.

د لوړو امیدونو ترڅنگ د اپریل په ٢٦ مه د پولیو څاڅکي په ازماښتي بنیاد سرښار واشنگټن سره نژدې د ورجینیا ریاست په میکلین کلي کې فرینکلن شرمین ایلیمنټري سکول کې ماشومانو ته ورکړی شول.

په دغه وخت کې د امریکې په امریکا کې یو اشاریه اته میلینه ماشومان په امریکا، کینیډا او فن لینډ کې سکولونو ته تلل. په دغه وخت ماشومانو ته په وړمبي ځل د پولیو څاڅکې ورکول د تاریخ تر ټولو لویه د صحت ازموینه وه.

د کال نه په کم وخت کې، د کال ١٩٥٥ د اپریل دمیاشت په ١٢ مه نیټه، تحقیق کونکو اعلان وکړو چې د پولیو خلاف دغه څاڅکي نه یواځې دا چې محفوظ بلکې موثره هم دي.

ددې ورسته په امریکا کې ماشومان پولیو د ناروغۍ نه محفوظ ساتلو دپاردغه څاڅکې معیاري ویکسین وټاکلی شو.

په امریکا کې اخیری د پولیو کیس په کال ١٩٧٩ کې رپورټ شوی و.

که څه هم د امریکې په شمول د نړۍ په گڼ شمیر هیوادونو کې د پولیو مرض نوغی ویستل شوی دی خو په افغانستان، پاکستان، نائیجیریا او د افریقې په ځینې نوروهیوادونو کې اوس هم ماشومان ددې مرض ښکار کیږي.

او دا خبره به ډیرو لږو خلکو ته معلومه وي چې د امریکې پخوانی صدر فرینکلن روزویلټ هم د پولیو وایرس دلاسه د جسماني معزورۍ ښکار وو. روزویلټ د کال ١٩٣٣ تر د کال ١٩۴٥ پورې د امریکې ٣٢ م صدر و.

په کال ١٩٣٣ کې صدر روزویلټ او د هغه میرمن واشنگټن ته د روانیدو تصویر
په کال ١٩٣٣ کې صدر روزویلټ او د هغه میرمن واشنگټن ته د روانیدو تصویر

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG