لاس رسیدونکی لینک

امریکا کې د پولیس تشدد خلاف احتجاجونه شوي


دا احتجاجونه تیره هفته په لویزیانه او مني سوټا ریاستونو کې په دوو پیښو کې پولیس د لاسه د دوو افریقايي امریکایانو د وژل کیدو ورسته شورو شوي دي

دا احتجاجونه تیره هفته په لویزیانه او مني سوټا ریاستونو کې په دوو پیښو کې پولیس د لاسه د دوو افریقايي امریکایانو د وژل کیدو ورسته شورو شوي دي

د افریقايي یا تورپوستکو امریکایانو باندې د پولیس د تشدد پرضد د احتجاجونو لړۍ د امریکې په مختلفو ښارونو کې د اتوار، یک شنبې، په ورځ هم روانه وه.

دا احتجاجونه تیره هفته په لویزیانه او مني سوټا ریاستونو کې په دوو پیښو کې پولیس د لاسه د دوو افریقايي امریکایانو د وژل کیدو ورسته شورو شوي دي.

د ټیکسس ریاست په ډیلس ښار کې د زیارت، پنجشنې، په ورځ پولیس خلاف د یوې مظاهرې په وخت یو وسله وال پنځه پولیس چارواکې ووژل.

ډیلس کې پولیس خلاف د دړکو ورسته ښار کې د امنیت انتظامات نور هم سخت کړی شوې دي. د پولیس مرکز او ځینې نورې ودانۍ تړل شوي دي.

صدر براک اوباما په ډیلس کې د تشدد غندنه کړې ده او په هیواد کې د نسلي نفاق خبره يي رد کړې ده. هغه ویلي د ځېنې خلکو انفرادي فعل د ټول قام نمایندگي نه کوي.

صدر اوباما په پولینډ وارسا کې د نیټو په غونډه کې شرکت دپاره د پولینډ په سفر و هغه خپله دوره مختصر کړې او د اتوار، یکشنبې، په ورځ به بیرته واشنگټن ته رارسي.

بلخوا، د حزب اختلاف ریپبلیکن پارټۍ ممکنه صدارتي امیدوار ډونلډ ټرمپ ډیلس کې وژل شوو پولیس افسرانو ته د عقیدت پیرزونې وړاندې کړې دي. هغه ویلي قام به متحد کوي او د دغه غمجن حالاتو نه به يي راوباسي.

XS
SM
MD
LG