لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: امریکا د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ سوله کې مرسته کولی شي


صدر ټرمپ محمود عباس سره په بیت لحم ولیدل او خبریالانو سره يي په داسې حال کې خبرې اترې کولې چې محمود عباس يي تر څنگ ولاړ و
صدر ټرمپ محمود عباس سره په بیت لحم ولیدل او خبریالانو سره يي په داسې حال کې خبرې اترې کولې چې محمود عباس يي تر څنگ ولاړ و

د منځني ختیځ د خپل سفر په ورستي پړاؤ د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د فلسطیني ادارې صدر محمود عباس سره لیده کاته وکړل او امید يي څرگند کړو چې امریکا د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د امن په راوستلو کې مرسته کولی شي او د دغه سولې په نتیجه کې په ټوله سیمه کې د امن بهیر پیل کیدی شي.

صدر ټرمپ محمود عباس سره په بیت لحم ولیدل او خبریالانو سره يي په داسې حال کې خبرې اترې کولې چې محمود عباس يي تر څنگ ولاړ و. ډانلډ ټرمپ وویل د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ امن دپاره په خپل وس کې هر کوښښ کولو ته تیار دی.

صدر ټرمپ وویل صدر محمود عباس او د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو دواړو ورسره لوظ کړی چې په اخلاص به امن دپاره کار کوي. "زه به د دواړو رهبرانو سره د دایمي امن لپاره کار کوم،" صدر ټرمپ وویل. ډانلډ ټرمپ د گل، دوشنبې، په ورځ د اسرائیلي وزیراعظم سره په یروشلم کې ولیدل.

په خپل نوبت، صدر محمود عباس وویل چې د امن د عظیم مقصد لپاره کار کولو ته تیار دی.

د اسرایئلیانو او فلسطینیانو ترمنځ د مذاکراتو اخیری دور په ٢٠١۴ کې شوی و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG