لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رچرډ اولسن : دترهه گرۍ په ضد به دپاکستان اؤ امريکا هڅې دوامداره وي


امريکائي سفير رچرډ اولسن د پاکستان خارجه وزېرې هیلري کلنټن سره ویني
امريکائي سفير رچرډ اولسن د پاکستان خارجه وزېرې هیلري کلنټن سره ویني
پاکستان کې دامريکا سفير رچرډ اولسن دنهې په ورځ دخيبرپښتونخوا دنوي ټاکل شوي گورنر شوکت الله خان اؤ د دوزيراعلي اميرحيدر خان هوتي سره ليدنه کړې ده.
دامريکائي سفارتخانې لخوادجاري شوي يو بيان ترمخه سفير اولسن ددغو ليدنو په مهال دپاک امريکا ددوه اړخيزه اړيکو په ارزښت اؤ دخيبرپښتونخوا اؤ قبائيلي سيمو لپاره په بيلا بيلو امريکائي پرمختيائي پروژو رڼا واچوله.
رچرډ اولسن دترهه گرۍ او تندلاريتوب په ضد دپاک امريکا همکارۍ ستائينه هم وکړه.
امريکائي سفير رچرډ اولسن دخيبرپښتونخوا گورنر شوکت الله خان اؤ وزيراعلي اميرحيدر خان هوتي ته وويل چې دپاکستان لپاره زمونږ مرسته ددې هيواد لپاره په راتلونکي کې زمونږ داوږدمهاله سرمايه کارۍ يوه حقيقي نخښه ده.
بيان کې وئيل شويدي چې امريکا په موجوده وخت کې دپيښور اؤ تورخم دلويې لارې دجوړولو لپاره پيسې ورکوي اؤ دا چې امريکا په قبائيلي سيمو اؤ خيبرپښتونخوا کې 650 کلو ميټره سړکونه جوړ کړي دي اؤ ددې ترڅنگ يې دانفراسټرکچر، اقتصاد اؤ تعليم په څانگه کې دښه والي راوستو لپاره سيمه ييزې پروژې هم جوړې کړي
دغونډې په مهال ترهه گرۍ ته په اشارې کولو سره سفير رچرډ اولسن وويل چې پاکستاني اولس اؤ په ځانگړې توگه چې ځوانانو عسکرو کومې قربانۍ ورکړي امريکا هغه قبلوي.
دهغه وينا وه چې دواړه هيوادونه به دترهه گرۍ او تندلاريتوب دمقابلې لپاره گډې هڅې دوامداره ساتي اؤ ددواړو هيوادونو اولسونه به دتندلاريتوب څخه ژغوري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG