لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بروس رایډل: صدر ټرمپ به د پاکستان د ممکنه حیرانونکي ګام لپاره څه تابیا کوي؟


نیوزویک لیکي چې ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن د امریکایانو پوځیانو له لاسه د وژل کیدو وروستو دا حیرانونکی حقیقت راښکاره شو چې پاکستان د القاعده خلاف په جنګ کې امریکې سره هسې سر خوروي خو حقیقي مرسته ورسره نه کوي
نیوزویک لیکي چې ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن د امریکایانو پوځیانو له لاسه د وژل کیدو وروستو دا حیرانونکی حقیقت راښکاره شو چې پاکستان د القاعده خلاف په جنګ کې امریکې سره هسې سر خوروي خو حقیقي مرسته ورسره نه کوي

د افغانستان، پاکستان او هندوستان د چارو ماهر او لیکوال بروس رایډل په نیوز ویک مجله کې خپل یو تازه مضمون کې لیکلې پاکستان د صدر براک اوباما لپاره د صدر په توګه د کامیابیدوپه اړه هغه وخت یو ډیر مهم هیواد ثابت شو کله چې صدر اوباما د امریکې فوځي کمانډو ته د پاکستان په پوځي ښار ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن په کور د یرغل کولو حکم وکړو.

دا د کال ۲۰۱۱ د مې د میاشتې دوهمه نیټه وه. صدر براک اوباما د اسامه بن لادن په کور د چپاو کولو پریکړه کې دا حکم هم کړی وه چې دې هرڅه نه پاکستان خبر نه شي.

که څه هم اوباما نه وړانديني صدر بوش او بیا صدر اوباما پاکستان ته تر کال ۲۰۱۲ پورې د ۲۵ اربو ډالرو د پوځي او اقتصادي مرسته رسولی وه خو دا کال ۲۰۰۱ په یولسم سپټمبر امریکا کې د ترهګرو حملو وروسته د القاعده خلاف د امریکا د جګړې پیلولو نه پس صدر اوباما چیرې هم د پاکستان په حکومت باور نه وه کړی.

نیوزویک لیکي چې امریکې پاکستان کې د جمهوریت مضبوتولو لپاره ډیر زړه پورې کار نه دی کړی البته پاکستان کې یې د فوځي آمر حکمرانانو د خپو مضبوتولو د زړه د اخلاصه کوششونه کړیدي.

پدې لړ کې د جنرال پرویز مشرف ذکر د کولو وړ دی چې د امریکي په مرسته هغه پاکستان کې یو آمر حکومت جوړ کړ چاچې وروسته طالبان بچ وساتل او یو وخت داسې هم راغلو چې په هندوستان يې حمله هم وکړه.

نیوزویک خپل مضمون کې نور لیکي چې تیر کال د امریکې په یوه ډرون حمله کې د طالبانو د مړ شوي مشر ملا محمد عمر لومړنی ځای ناستی ملا اختر منصور پاکستان کې ووژل شو.

د پاکستان پوځي حکمرانانو د القاعده ملګري جنګیالي ګوندونه هم ساتلي دي. پدې کې لشکر طیبه د ‌ذکر وړ ډله ده. دا ډله د ممبۍ حملو ذمه واره ده او ددې مشر حافظ سعید نن هم پاکستان کې ازاد ګرځي.

دغه شان د القاعده نوی مشر ایمن الظواهري پاکستان کې خپلې سرګرمۍ ساتلې دي. هرکله چې د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن ځوی حمزه بن اسامه هم پاکستان کې دی او د القاعده معاملات چلوي.

نیوزویک لیکي چې ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن د امریکایانو پوځیانو له لاسه د وژل کیدو وروستو دا حیرانونکی حقیقت راښکاره شو چې پاکستان د القاعده خلاف په جنګ کې امریکې سره هسې سر خوروي خو حقیقي مرسته ورسره نه کوي.

کانګرس اوس د پاکستان لپاره د امداد غوښتو په پټو سترګو منظوري ورکول بند کړیدي.

د امریکا د کانګرس ځینې غړي خو مطالبه کوي چې پاکستان دې د بهرنیو چارو د محکمې د هغو ملکونو په کتار کې ولیکل شي کوم چې سرکاري توګه د ترهګرۍ سرپرستي کوي.

صدر جاج اچ ډبلیو بوش په کال ۱۹۹۲ کې پدې خبره ډیر جدي غور کړی وه خو د هغه نه پس دریو امریکايي صدرانو پدې لوري هیڅ و نه کړل.

پاکستان ډیر په تیزۍ سره د بې شمیره اټومي وسلو تیارونکی ملک جوړ شویدی او په لومړي ځل یې د سمندر لاندې نه د کروز میزایل خوشي کولو بریالۍ تجربه کړیده.

نن سبا یې د چین په مرسته د خپلو سمندري اوبتلو د زیات پراخه کولو عمل ته لاس اچولی دی.

نیوزویک د خبر مضمون په اخر کې لیکي دي چې پاکستان د امریکې د پخوانیو ډیرو حکومتونو لپاره سرخوږی پاتې شویدی.

د امریکا پخوانی صدر بل کلنټن خپل دور صدارت کې د پاکستان لخوا د اټومي چاودنې او په کال ۱۹۹۹ کې هندوستان سره د پاکستان سرحدي جنګ لانجو سرګنګس کړی وه.

بل امریکايي صدر جارج بوش د یولسم سپټمبر د ترهګر حملو له لاسه د پاکستان له طرفه په اندیښنو کې پروت وه او دریم صدر بارک اوباما ته په خپل دور کې د پاکستان له خوا د ممبۍ د حملو او د اسامه بن لادن په ایبټ اباد کې د رامنځته شوې لانجې پېښې وي. اوس وار د نوي صدر ښاغلي ټرمپ دی څوک چې ډیر ژر د پاکستان په معامله کې د یوه لوی ازمیښت سره مخامخ کیدونکی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG