لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جیم مورین: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت د افغانستان د امن په اړه جلا دریځونه لري


په واشنگټن کې د پاکستان سفیر اعزاز سید او د امریکا د کانګرس پخوانی غړی جم مورین
په واشنگټن کې د پاکستان سفیر اعزاز سید او د امریکا د کانګرس پخوانی غړی جم مورین

د امریکا د کانګرس پخوانی غړی جم مورین ډیوه راډیو ته په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي دي چې افغانستان کې د امن په اړه د پاکستان پوځ او ملکي حکومت تګلارې بدلې دي ځکه دغلته امن نه راځي.

په واشنګټن ډي سي کې د څېړنې ادارې (ورلډ افیرز کاونسل) کې امریکا ته د پاکستان سفیر اعزاز احمد چودري سره په ګډه خپله وینا کې جم مورین وویل په افغانستان کې د امن خبرو د کمیابېدو لپاره ضروري ده چې طالبان وسله وغورځوي او اساسي قانون ومني.

دې غونډې ته په وینا کې د پاکستان سفیر یو ځل بیا په رسمي توګه ژمنه وکړه چې پاکستان په افغانستان کې امن غواړي او په غونډه کې د ګډونوالو د پوښتنو په ځواب کې دا باور څرګند کړ چې پاکستان په طالبانو او حقاني ډلې سره خپله خاوره تنګه کړېده.

نوموړي وویل د ډنالډ ټرمپ له ادارې سره یې د افغانستان نوې ممکنه سټراتیژۍ په اړه خبرې کړېدي. اعزاز چودري وايي د پاکستان دریځ دادی چې په افغانستان کې د حل لاره په سیاسي توګه موندل کیدای شي او ددې یواځینۍ لاره له طالبانو سره خبرې اترې دي.

افغان طالبانو رسنیو ته په یوه وروستي بیان کې ویلي دي چې له افغان حکومت سره په هیڅ ډول خبرې اترې نه کول غواړي ځکه چې دوی دا خبرې دښمن ته د تسلمېدو په معني ګڼي.

اعزاز چودري وویل د افغانستان سره د ګډې پولې انتظام لپاره یې یو ۱۵ کلن پلان باندې کار پیل کړیدی چې د پولې دواړو خواوو ته د ترهګرۍ مخه به پرې ونیول شي.

اعزاز چودري زیاته کړه په سیمه کې د اقتصادي ګټو لپاره د افغانستان امن ډیر ضروري دی او باید افغانستان هم پدې پوه شي چې مرکزي اسیا ته لار هم له همدې هیواد څخه تیریږي.

امریکايي چارواکي وايي افغانستان کې د امن لپاره په یوه نوي پلان یې کار پیل کړیدی او ډیر ژر به یې اعلان کړي. مطبوعاتي راپورونه وايي دغه نوې سټراټیژۍ کې مهم څېزونه افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېرې زیاتول دي، افغان حکومت سره مرستې او د افغان پوځ روزنه شامله ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG