لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما: امریکایان به ویرې ته ځانونه نه ورکوي


عمرصدیقي متین
عمرصدیقي متین

په اورلینډو ښار کې په نایټ د حملې په اړه صدر براک اوباما په وایټ هاوس کې خبریالانو ته خصوصي بیان ورکړو او وې ویل امریکایان به ویرې ته ځانونه نه ورکوي او نه به د خونړۍ حملې په ترڅ کې د یو بل پرضد ودریږي.

صدر اوباما وویل په اورلینډو کې په کلب حمله د امریکې په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ د ډزو واقعه ده. هغه وویل دا د ترهگرۍ کاروايي ده.

صدر اوباما وویل د حمله کونکې زړه د "نفرت نه ډک و" و او په راتلونکو ورځو کې به ددې خبرې تحقیقات مخې ته راځي چې هغه د حمله ولې وکړه؟

صدر اوباما د اورلینډو په حمله کې د وژل شوو ٥٠ کسانو خپلو خپلوانو سره غمرازي وکړه او د وژل شوو کسانو دپاره يي د دعاگانو غوښتنو دپاره غږ وکړو.

د صدر برا ک اوباما په وینا په وایټ هاوس او نورو حکومتي ودانو د هیواد بیرغ نیم کښو کړی شوی و.

په د اورلینډو په حمله کې د مشکوک مسلح کس شناخت د عمرصدیقي متین په نوم د ٢٩ کلن کس شوی دی چې په مور او پلار يي افغانان دي.

عمر صدیقي متین په کلب د پولیس په جوابي ډزو کې ووژل شو.

د امریکې سي اين این ټیلې وژن ویلي په کلب د حملې نه څو شیبې وړاندې عمر صدیقي متین پولیس په ټیلي فون داعش وسله والې ډلې سره د تړون دعوه وکړه.

د امریکې تحقیقاتي ادارې ایف بي ايي یا نورو پولیس مامورینو په رسمتي توگه د حمله کونکې داعش یا د بل کوم وسله والې ډلې سره د تړون په رسمي توگه تصدیق نه دی کړی.

د امریکې واشنگټن پوسټ نومې ورځپاڼې عمر صدیقي متین په اړه خپل یو رپورټ کې د هغه پخواني میرمن له قوله لیکلې چې هغه به خپله وهله ټکوله او دا چې هغه په ذهني توگه څه ډیر برابر نه و. په کال ٢٠٠٩ کې د واده ورسته عمرصدیقي متین او د هغه ښځه په کال ٢٠١١ کې د یو بل نه جدا شول او واده يي په طلاق ختم شو.

مطبوعاتو د عمرصدیقي متین د پلار شناخت د صدیق متین په نوم د یو تن کړی دی چې په یو ټیوب او افغان مطبوعاتو کې يي مرکې هم نشر شوي دي. واشنگټن پوسټ ورځپاڼه وايي صدیق متین سخت سیاسي نظریات لري او د افغانستان د طالبانو ملاتړ کوي. په یو افغان ټیلي وژن مرکه کې صدیق متین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې سخت مخالفت کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG