لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما وائي دشمالي کوريا جوهري تجربه راپارونکی گام دی


د شمالي کوریا د ایټمي ازمائنې مرکز
د شمالي کوریا د ایټمي ازمائنې مرکز
سپينې ماڼۍ دنهې په ورځ دشمالي کورنۍ وروستۍ نيوکلئير تجربه زياته پارؤونکې گرځولې اؤ وئيلي يې دي چې ددې له امله دامريکا اؤ نړيوال امن ته گواښ راولاړيږي.
يو بيان کې صدر براک اوباما ژمنه کړې چې دځانونو اؤ خپلو ائتلافيانو ددفاع کولو لپاره به ټول ضروري گامونه اخستى شي.
صدر اوباما په نړيوالې ورورولۍ دچټک اؤ باوري کارروايۍ لپاره هم غږ کړى.
صدر اوباما وائي چې دغه شان هڅې شمالي کوريا نۀ خوندي کوي، بلکې دهغه په قول ددې سره شمالي کوريا يواځې شوې.
دشمالي کوريا چارواکو پخلى کړى چې دهغوي هيواد په دريم ځل کاميابه جوهري تجربه کړې ده.
په نړيواله کچه دشمالي کوريا تر ټولو دستر پلوي چين پشمول نړيوالو قوتونو ددغه تجربې سخته غندنه کړې اؤ دملگرو ملتونو دامنيتي شورا يا سلامتي کونسل يوه بيړنۍ غونډه هم راغوښتل شوې ده.
ددغه هيواد دسرکاري خبري ادارې ترمخه دغه جوهري تجربه دځمکې لاندې شوې ده.
سرکاري خبري ادارې سي اى کى وائي چې دغه چاؤدنه ديوې وړوکې جوهري الې په ذريعه شوې ده ، خو شدت يا طاقت يې دتير وخت دتجربو په پرتله زيات ؤ.
دملگرو ملتونو عمومي سکتر بانکي مون هم ددغه جوهري تجربې غندنه کړې اؤ وئيلي يې دي چې په شمالي کوريا دلگيدلو پابندو دا ښکاره خلاف ورزي ده.
ملگرو ملتونو په پيانگ يانگ دجوهري چاؤدنو اؤ ميزائيلي تجربو پابندي لگولې ده.
دملگرو ملتونو دامنيتي شورا په راغوښتل شوې غونډه کې به غړي هيوادونه دنهې په ورځ نيويارک کې ليدنه کوي اؤ دشمالي کوريا ددغه چاؤدنې څخه وروستو په راپيدا شوي صورتحال به غور کوي.
دجنوبي کوريا ددفاع وزارت هم دنهې په ورځ دپيانگ يانگ له لوري دجوهري چاؤدنې پخلى کړى، ځکه چې په گاونډي هيواد جنوبي کوريا کې هم دچاؤدنې جړقونه محسوس کړل شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG